سرچینې وايي، د کندهار میانشین ولسوالۍ مرکز او ټولې دولتي ودانۍ طالبانو تر سختې جګړې او محاصرې وروسته ونیولې.
سرچینه وايي، د دغې ولسوالۍ په جګړه کې یو شمېر حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر نور یې له زیات شمېر وسلو سره تسلیم شوي دي.
حکومتي امنیتي مسوولین په دې اړه څه نه وايي.
په میانشین ولسوالۍ کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې سخته جګړه وه او ځینې دولتي ودانۍ یې محاصره وې
په دې سره کندهار کې د سقوط شویو ولسوالیو شمېر اتو ته ورسېد.
میوند، غورک، خاکرېز، معروف، شاه ولیکوټ، پنجوايي او نېش هغه ولسوالۍ دي، چې په تېرو دوو اوونیو کې یو په بل پسې سقوط شوي دي
دا مهال د کندهار ژېړۍ، ډنډ، تخته پُل او سپین بولدک ولسوالیو کې درنې جګړې روانې دي او ځینې سیمې یې طالبانو نیولي دي.