Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: طالبانو ولسوالۍ نه دي سقوط کړي

admin by admin
2021/07/05

په هېواد کې د جګړو له شدت سره وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په ۲۶ ولایتونو کې یې  له حکومتي ځواکونو ۱۴۳ ولسوالۍ نیولي،خو ملي دفاع وزارت بیا دا ادعا ردوي.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، طالبانو ولسوالۍ نه دې سقوط کړي، بلکې افغان ځواکونو سرتېرو او ملکيانو ته د تلفاتو اوښتو مخنیوي په موخه یې  تکتیکي شاتګ کړی دی.

په ورته وخت کې احمدزی وایي،  ډېر ژر به له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

احمدزي زیاته کړه:« د افغانستان نظام هلته  بېرته د خپل شتون لپاره منظم پلان لري. تاسې به  په نږدې راتلونکې کې د دې شاهدان واوسئ، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو، لکه  څنګه چې په څو محدودو ورځو کې یې وکولای شو، د بېلابېلو ولایتونو په  ۱۳ ولسوالیو کې بیا ځلې خپل قوي شتون  ولري.»

که څه هم ملي دفاع وزارت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره د نوي پلان جوړولو خبره کوي، خو د ولسي جرګې غړي د امنیتي ارګانونو پر مسولینو نیوکه کوي،چې د رهبرۍ ضعف یې د وسله‌والو طالبانو د پرمختګ لامل شوی دی.

د ولسي جرګې غړی رسول خان وايي:« زه وایم، د حکومت کمزوري،  او د همغږۍ نه شتون  له  امله ځواکونه اړ دي، چې ولسوالۍ پرېږدي. د جګړې په ډګر کې ډېری مهمې وسلې، که وړې وسلې دي  او که غټې  د طالبانو لاسته ولوېدې.»

د سیاسي چارو شنونکی شعور نیازی وايي:«  که چېرې حالت همدا شان روان وي، نو لرې به نوي، چې موږ به د لویو ښارونو د سقوط شاهدان هم واوسو. 

زما پر اند، که تکتیکي شاتګ وي، یا بل هرڅه وي، دا دې ودروي. له طالبانو مې هم هېله دا ده، چې جګړې دې ودروي او د سولې خبرو ته دې کېني.»

د جګړو له شدت سره چې پرمهال یې ګڼې سیمې د طالبانو لاسته ولوېدې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو پرملاتړ او د وسله‌والو طالبانو پرضد خلکو وسلې پورته کړې.

کابل کې د افغان‌ ځواکونو پر ملاتړ غونډه کې مدني فعالانو نیوکې وکړې،چې یو شمېر خلک د رسنیو له لارې منفي تبلیغات کوي.

مدني فعال وايي:«  موږ ښايي یو شمېر کورني دښمنان ولرو، چې د دښمن پر ګټه تبلیغات تنظیم کوي.»

د کابل په یوه بله څنډه کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې، ته لسګونه هلمندیان په شکایت راغلي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه پر پاکستان د فشارونو زیاتولو غوښتنه کوي،چې روانه جګړه کمه کړي.

دوی زیاتوي،هغه سیمې چې وسله والو طالبانو نیولي، عامه خدمتونه په کي پر ټپه ولاړ دي.

د هلمند اوسېدونکی وايي:« زموږ یوازینۍ غوښتنه له ملګرو ملتونو دا وه، چې پر طالبانو باید فشار راوړي، تاوترېخوالي ته د پای ټکی کېږدي  او دوی باید  د سولې پروسه کې مهم رول ولري. »  

په نږدې ټول هېواد کې جګړې داسې مهال زور اخطستی،چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شوی، قطر کې د سولې خبرې پر ټپه ولاړې دي او لسګونه زره کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي،چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist