په کابل کې د امریکا سفارت ویلي، د ولسمشر جو بایډن له لارښوونې سره سم به امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته د پای ټکی ږدي، خو ديپلوماتیک حضور به یې دوام ولري.
یاد سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، غواړي له دې لارې افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
د سفارت په خبره، امریکا د افغانستان اوسنی حالت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به یې د ښه کېدو او حضور په اړه پرېکړه وکړي.
دا خبرې وروسته له هغې کېږي،چې پرون د وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې راغلي و، چې په دې وروستیو کې د افغانستان خراب امنیتي وضعیت امریکایي چارواکي هم اندېښمن کړي او غواړي،چې د خپلو ډیپلوماټانو د اضطراري وتلو لپاره پلان جوړ کړي.