د تاجکستان د ملي امنیت سرحدي څانګې ویلي، له طالبانو سره د افغان ځواکونو د جګړې شدت له امله ۹۴ نور افغان سرتېري هم د دوی خاورې ته وراوښتي دي.
تاجکستان ویلي، دغو سرتېري تېره ورځ د بدخشان ولایت مرزي سیمو څخه دوی ته ورغلي او پناه یې وروړې ده.
وړمه ورځ هم ۳۰۰ سرتېري د تاجکستان خاورې ته وراوښتي وو او تر هغې وړاندې د جون په ۲۷ مه هم شاوخوا ۱۳۴ افغان سرتېري ورغلي وو.
افغان دولت د دغه تازه پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.