مسکو غونډه کې د بلې ورته ناستې غوښتنه هم شوې.
په مسکو ناسته کې غوښتنه شوې چې دا ډول بله ناسته دې هم جوړه شي.
په مسکو ناسته کې د ایران استازي رسول اسلمي ویلي، ایران او د سیمې هېوادونه له افغانستان سره مرستې کوي او هیله لري چې د مسکو ناسته به د افغانستان سولې پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي.
اسلمي ویلي، په کنفرانس کې ټول همغږي او همنظره وو، نو ځکه غوښتنه شوې چې د مسکو ناستې په څېر بله ناسته دې هم په نږدې راتلونکي کې جوړه شي.
هغه تمه ښودلې چې د مسکو ناسته به د سولې خبرو په برخه کې مثبت اغېز ولري.