Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له سرپرست حکومته د لوستو ځوانانوغوښتنه؛ دولتي ادارو کې دندې راکړئ

له سرپرست حکومته د لوستو ځوانانوغوښتنه؛ دولتي ادارو کې دندې راکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه ۱۵ مه دوره محصلین فارغ شول،چې د فراغت په موخه  یې غونډه نیول شوې وه.

که څه هم له لوړو زده کړو تازه فارغ شوي ځوانان د خپل فراغت جشن ته خوښ دي او نمانځنه یې کوي، خو راتلونکي برخلیک ته بیا زړه خوري.

 دوی وايي، یا به پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته ځي او یا به هم درنو کارونو ته اوږه ورکوي.

له نویو هیلو سره راټوکېدلي ځوانان پر سرپرست حکومت غږ کوي چې په دولتي ادارو کې ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

تازه فارغ شوی محمد ابراهیم ادب پال وايي: « له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو، چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. زموږ ملګري په هره برخه کې ډېر پیاوړي دي او له هر ډول اداري کارونو سره بلدتیا لري.»

تازه فارغ شوی عبدالوهاب وايي: « له حکومت څخه مې یوازینۍ هیله دا ده، چې ځوانانو ته په دولتي ادارو کې کار ورکړي ترڅو له دې لارې خپل کور او هېواد ته خدمت وکړي.»

ورته مهال، د بلخ پوهنتون یو شمېر استادان وایي، څلور کاله یې په ورین تندي او مسلکي ډول زده کړیالان روزلي، خو اندېښنه لري چې تکړه او وړتیا لرونکي شاګردان یې له فراغت وروسته د کاري فرصت نه شتون له امله نوروهېوادونو ته مخه کوي.

د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهځي د پښتو څانګې مشراسدالله ناصري وایي: «کله چې یو محصل ۱۰ کاله تحصیل کوي، دولت مکلف دی چې دوی ناهیلي نه کړي او لپاره یې کاري فرصتونه برابر کړي او د تخصص لپاره یې بهرنیو هېوادونو ته واستوي.»

سره له دې چې دا مهال د ټول هېواد پر کچه د بېکاري او له امله یې بېوزلي په لوړ حد کې دي، خو له دې هم خواشینوونکې خبره دا ده، چې لوستي ځوانان د کاري فرصتونو نه شتوالي له امله ناهیلي د خپل وطن پرېښودو ته اړ کېږي.

 په همدې حال کې د بلخ ولایتي مسوولین د کارې فرصتونو برابرولو په تړاو له خپلو هڅو خبر ورکوي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کولتور ریاست د ځوانانو چارو آمر سلطان محمد توخي وایي: «زموږ اصلي هدف ځوانانو ته د کار او اشتغال برابرول دي. موږ په دې کار کوو، چې دوی ته کاري فرصتونه رامنځ ته کړو. هرکال زرګونه کسان له پوهنتونونو څخه فارغېږي. زموږ پیغام دغو کسانو ته دا دی چې ځانونه ورسوي، دولت او مسوولین به دوی ته د کار زمینه برابره کړي.»

له دې سره، پر دولت او دولتي ادارو نیوکه کېږي چې د لوړو زده کړو او تخصص لرونکو کسانو ته پاملرنه نه کوي او پرځای یې هغه کسان په دندو ګومارل شوي، چې له دوی سره اړیکې ولري او یا یې په ۲۰  کلنه مبارزه کې برخه اخیستې وي.

 له دې ټولو سره سره ټینګار کېږي، چې نه باید لوستي ځوانان له خپلو زده کړو پښېمانه او د هېواد پرېښودو ته اړ ایستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist