Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان علماوو شورا یو ځل بیا روانه جګړه ناروا وبلله

admin by admin
2021/07/04

د افغانستان علماوو سراسري شورا یو ځل بیا  په هېواد کې روانه جګړه د اسلام او مسلمانانو ضد وګڼله.

دیادې شورا سرپرست سردار ځدراڼ وايي، د جګړې  ژر درېدو ترڅنګ  باید  د سولې مذاکرات هم ګړندي شي.

د یادې شورا سرپرست سردار ځدراڼ وايي:« له دواړو غاړو او په ځانګړې ډول له طالبانو مو غوښتنه دا ده،چې نور باید د اسلام او جهاد تر نامه لاندې دغه جګړه ودرول شي. د اسلام بدنام کولو هڅه ونه شي. جګړه د حل لاره نه ده. »

علماء وایي، روانه جګړه کې زیان یوازې افغانانو ته رسېږي، شتمنۍ لوټېږي، کرکې او نفرتونه رامنځته کېږي.

دوی وایي، د مکې مکرمې، بیت المقدس، مصر، پاکستان، اندونیزیا او افغانستان پر کچه د ۲۲ هېوادونو علماوو افغانستان کې روانه جګړه له اسلام سره په ټکر کې بللې ده.

ځدراڼ زیاته کړه:« تاسو په جریان کې یئ،چې د نړۍ ۲۲ اسلامي هېوادونو، زموږ د مصر ستر موفتي، زموږ د بیت المقدس موفتي او امام او زموږ حرمینو شریف د مکې مکرمې امام او د افغانستان، پاکستان او د نړۍ مشهورو دیني علماوو دغه جګړه یوازې کورنۍ جګړه وبلله. د اسلام له نظره یې هېڅ توجیه نه لري.»

د افغانستان د علماوسراسري شورا له طالبانو او افغان حکومت غواړي،چې د جګړې پر مهال د ملکیانو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي او د بحران مخنیوی وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې  د افغان علماوو د دغې  تازه غوښتنې په اړه  څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی،چې  د افغانستان علماوو شورا او  د نړۍ پر کچه یو شمېر اسلامي هېوادونو کې علماء پرېکړه کوي،چې افغانستان کې روانه جګړه اسلامي رنګ نه لري او باید ختمه شي، خو تر اوسه پورې  د هېڅ هېواد علماوو فتوا اغیزه نه ده کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist