پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځل واکمنېدو درې کاله پوره شول، خو سرپرست حکومت لا نه دی بریالی شوی، چې د نجونو پرمخ د ثانوي او لوړو زده کړو د بېرته پيل په اړه خپله پريکړه نهايي کړې.
د اسلامي امارت له درې کلنې واکمنۍ له پوره کېدو سره سم، په کابل کې د پوهنتونونو يو شمېر استادان او محصلين له سرپرست حکومته غواړي، چي د نجونو د ښونيز بهير نا څرګند برخليک روښانه او ژر تر ژره ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون رییس محمد اسان دوست وايي: «اسلام دواړو نارینه او ښځینه وو ته د زده کړو اجازه ورکړې. موږ هیله لرو، حکومت هر څومره ژر چې وي د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې کړي او په دې سره د نظام او ولس ترمنځ واټن راکم کړي.»
د ښوونې روزنې برخې کارپوهانو په اند، له زده کړو د افغان ټولنې د دې نيمايي برخې بې برخې کول به د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پايلې ولري او په ښوونیز ډګر او عصري علومو کې به د افغانستان پرمختګ وننګوي.
د پوهنتون استاد نثار احمد وایي: « له موږ سره په دې ازموینه کې د خویندو نه شتون ماته بد احساس راکوي. زموږ خویندې او نجونې هم غواړي، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي. موږ له سیاسي مشرانو غوښتنه کوو، چې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»
محصل احمد رامز د نجونو زده کړې د یوې باسواده کورنۍ لپاره مهمې بولي او وایي: « زموږ د ټولنې نیمايي برخه له ښځو څخه جوړه ده، باید هغوی ته هم د زده کړو او تحصیل اجازه ورکړل شي. که ښځې زده کړې ونه لري، نه شي کولی په راتلونکې کې یوه لوستې او با سواده کورنۍ تشکیل کړي.»
بل پلو، يو شمېر نور استادان د هېواد له پوهنتونو څخه د علمي کادرونو په وتلو خواشيني دي او ټينګار کوي، چې سرپرست حکومت دې د علمي کادرونو لپاره د خدمت کولو شرایط برابر کړي او په دې سره د هغوی له وتلو مخنیوی وکړي.
د پوهنتون استاد اجمل امین وایي: « د یوه افغان وګړي په توګه مې له اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده چې هغو استادانو ته پاملرنه وکړي چې د وطن د بچیانو په روزنه کې کافي تجربه لري. که له هېواد څخه د استادانو د وتلو لړۍ همداسې روانه وي، ښايي ۱۰ کاله وروسته هېڅ استاد ونه لرو.»
د نجونو پرمخ د ثانوي زده کړو پر بنډیز شاوخوا درې کاله پوره کيږي. سرپرست حکومت دغه پريکړه په پيل کې لنډه مهالي بللې وه،خو اوس د درېیو کالو په تېرېدو سره د پوهنې وزارت نه دی بریالی شوی، چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې پرانیزي.