Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: افغان مشران د حکومت ساتلو وړتیا لري

admin by admin
2021/07/04

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، افغان مشران د حکومت ثبات ساتلو وړتیا لري، خو په خبره یې  د  افغانستان کورنیو مسایلو په اړه اندېښمن دی.

د بایډن لپاره د اندېښنې ټکی د افغانانو ترمنځ خپل ‌منځۍ شخړې او مسایل وو،چې په وینا یي پر ملي کچه ملاتړ ته اړتیا لري.

بایډن زیاته کړه:« وګورئ، موږ په هغې جګړه کې د شلو کالو لپاره وو. زه فکر کوم، ما لومړی ځل  ماڼۍ کې له افغان چارواکو سره وليدل. زه فکر کوم،د حکومت د ثبات لپاره  هغوی وړتيا لري،  زه تصور کوم، چې نور مذاکرات به هم وشي،خو زما اندېښنه دا ده،چې دوی داخلي مسایل لري او د حکومت د بقاء لپاره دوی په ملي کچه ملاتړ ته اړتیا لري.»

بایډن چې له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې وایي، دا بهیر به په نږدې ورځو کې بشپړ نه شي.

 اوس د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره طالبانو په ډېر شمېر ولسوالیو ولکه ټینګه کړې ده چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت یې ننګولی دی.

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي د جو بایډن د دې خبرو په اړه چې په ملي کچه ملاتړ افغانانو ته پکار دی اندېښمن دي،چې ولسمشر په ملي کچه داسې سیاسي اراده رامنځ ته نه کړای شوه،چې له مخې یې یوه قوي اجماع راشي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سبحان الله مصباح وايي:«  د ولسمشر غني سیاست د هغو مرورو سیاسیونو چې له ده سره یو ځای نه دي، له سره تر اخره سم نه وو. هغه سیاسي اراده چې ټولو قناعت ورکړي، په خواشینۍ سره باید ووایو، چې تر اوسه پورې یې شتون نه درلود. »

ولسمشر غني له سیاسي جریانونو سره وخت په وخت ناستې کړي دي، خو سم لاسي یې پایله نه ‌شته،چې وښیي د جګړې او سولې په برخه کې سیاسیون د حکومت په څنګ کې ولاړ دي او که نه؟ ارګ په دې اړه پوښتنې ته  ځواب ورنه کړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist