Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پنټاګون: د افغانستان هوايي حریم نقض د سرپرست حکومت ستونزه ده

پنټاګون: د افغانستان هوايي حریم نقض د سرپرست حکومت ستونزه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/17

د امریکا له لوري د افغانستان پر هوايي حریم تېری او له نړیوالو قوانینو سرغړونه هغه ستونزه ده،چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې د امریکا او ناټو د پوځي شتون له پای ته رسولو وروسته، د څارنې لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزارت دا موضوع تاییدوي او وايي، له دې لارې د افغانستان او سیمې هېوادونه څاري.

د پنټاګون یوې ویاندې صبرینا سینګ د امریکا له لوري د افغانستان د فضايي حریم د نقضېدو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دغه مساله دوی پورې اړه نه لري او په وینا یې د هوايي حریم په ساتلو کې د واکمنو چارواکو نا تواني د افغانستان خپله ستونزه ده.

سېنګ زیاتوي: « داسې ښکاري چې دا د دوی خپله ستونزه ده، نه زموږ. د سیمې د هوايي څار لپاره د پنټاګون پروګرام اغېرناک دی.»

له دې څه موده مخکې هم د امریکا ولسمشر جوبایډن د هوا له لارې د هېوادونو څار یو اغېزناک ماموریت یاد کړ او د سیمې هېوادونو د کنټرول لپاره یې ګټور بللی و.

 خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د خپل هوایي حریم نقضېدل ښکاره تېری بولي او وايي، د دې کار د مخنیوي لپاره یې هڅې پيل کړې دي.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له پاکستاني لوري هم غوښتي،چې اجازه ورنه کړي هوايي حریم یې د افغانستان پرضد وکارول شي.

مجاهد زیاتوي: «هڅه کوو، چې د ځمکني حاکمیت په څېر هوايي حاکمیت هم ترلاسه کړو. که بیا څوک زما خواته په سپکه ګوري، موږ به له خپلو شته امکاناتو څخه په کار اخیستنې د ځان او خاورې دفاع کوو.»

د پوځي چارو یوشمېر شنونکي هم د هېوادونو له لوري د یو بل پر هر راز ځمکني، سمندري او هوايي حریم تېری او د بل هېواد له لوري دغه کار ته زمینه برابرول، د نړیوالو اصولو له مخې جرم ګڼي او وايي، د نړیوالو اصولو له مخې په دې صورت کې هر هېواد د خپلې ځمکنۍ او هوايي بشپړتیا څخه د دفاع حق لري.

د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وایي: « اوس چې د افغانستان پر هوايي حریم کوم تېری کېږي، پاکستان امریکايي ځواکونو ته پر خپله خاوره دوې پوځي اډې ورکړې، څلور د ډورن الوتکو د کنټرول مرکزونه یې ورکړي او له همدغو مرکزونو د پاکستان په اجازه د افغانستان پر هوايي حریم تېری کېږي.»

د پوځي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: «دا ځل چې د افغانستان په فضايي حریم کې ډورن الوتکې ولیدل شوې، باید له ځنډ پرته برېد پرې وشي، ترڅو په ډاګه شي چې دا الوتکې د چا دي او د افغانستان هوايي حریم څوک نقضوي.»

د امریکا له لوري د افغانستان پر هوايي حریم تېری هغه موضوع ده، چې د اسلامي امارت د ګڼو چارواکو له لوري په وار وار غندل شوې او دا کړنه یې د دوحې له هوکړې څخه جدي سرغړونه او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللې.

خو له دې هر څه سربېره د هېواد د یو شمېر ولایتونو په فضا کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکول کیږي.

 چارواکي وايي، امریکا دغه کار د پاکستان له ځمکني او هوايي حریم څخه په کار اخیستنې ترسره کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist