د ناروې کډوالو شورا (اېن.آر.سي) د افغان کډوالو او بېځایه شویو په اړه تازه راپور خپور کړی او په کې وایي، میلیونونه افغان وګړي اوس هم له ناوړه بشري بحران سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، له هغې ورځې راهيسې چې سرپرست حکومت واک ته رسېدلی، د دغه هېواد اقتصاد سخت ځپل شوی او له نیمايي زیات وګړي یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دغه راپور کې د امنیت ټینګښت لرې پرتو او غرنیو سیمو ته د بشري مرستو رسولو لپاره ښه فرصت بلل شوی، خو په دې برخه کې له بشري مرستندویه ادارو سره د نړیوالې ټولنې پر لږو مرستو نیوکه کوي او وايي، دغه مرستې د ناورین ځپل افغانستان لپاره بسنه نه کوي.
د راپور په یوه برخه:« په افغانستان کې لسیزو جګړو، اقتصادي بحران، اقلیمي بدلون او له بشري حقونو سرغړونو د افغانانو اقتصادي وضعیت د ناورین تر کچې ځپلی دی. که څه هم د امنیت له ټینګېدو سره دا زمینه هم رامنځته شوې، چې لرې پرتو او غرنیو سیمو ته بشري مرستندویه خدمتونه ورسېږي. نړیوالې ټولنې له درېيو کلونو راهیسې د مرستو په برخه کې د پام وړ همکاري نه ده کړې؛ داسې چې روان کال یوازې ۲۵ سلنه افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره بودیجه پاتې ده.»
د راپور په یو برخه کې د افغانستان کمزوری روغتيايي سکټور، پر ماشومانو درانه کارونه کول او خوارځواکي هغه ننګونې یادې شوي، چې زرګونه افغانان يې د ژوند کولو له سخت وضعیت سره مخ کړي.
د راپور یوه برخه: « یوازې سږ کال ۳۴۳ ګرځند صحي ټیمونه د بودیجې د کمښت له امله تړل شوي، چې د ټولو هغو ۵۲ سلنه کېږي. ۱۲.۶ میلیون افغانان جدي بشري مرستو ته اړتیا لري او ماشومان یې درانه کارونه کوي. یو نیم میلیون ماشومان پر خوارځواکۍ هم اخته شوي دي.»
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، نړیواله ټولنه دې له اړمنو افغانانو سره بشري مرستې د سیاسي موخو د تعقیب لپاره نه کاروي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: «په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان سیاسي بدلونونه لامل شوي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شي او خلک د تېر پرتله زیات بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري. نړیواله ټولنه باید د افغانانو پر وړاندې له دوه ګوني چلن لاس واخلي او د افغانانو له اقتصادي مجبوریته د فشار د وسیلې په توګه کار وا نه خلي.»
د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ټولو اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د اوږمهال لپاره د کاري فرصتونو او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د مرستندویه بنسټونو ملاتړ وکړي او د لاسنوي لپاره کافي بودیجه ځانګړې کړي.
د دغه راپور پر بنسټ ۲۳.۷ ميليونه افغانان او همداراز له پاکستان په زور ايستل شوي څه باندې۶۰۰ زره خلک بشري مرستو ته اړمن بلل شوي.