په پروان ولایت کې د امریکایانو تر ټولو لویه پوځي اډه بګرام شل کاله وروسته تخلیه او د امریکایي ځواکونو له خوا شپږمه پوځي اډه شوه،چې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کېږي.
د بګرام له هوایي اډې وروستي امریکايي سرتېرې د پنج شنبې سهار وختي ووتل او ټاکل شوې ده،چې د تجهیزاتو لېږد یې د روانې اونۍ تر پایه پورې بشپړ شي.
پنټانګون که څه هم په رسمي ډول په افغانستان کې د خپلو پاتې سرتېرو په اړه څه نه وایي، خو د مالوماتو له مخې دلته د میشتو ۳۵۰۰ امریکایي سرتېرو له ډلې له نیمايي ډېرو یې افغانستان پریښی دی.
افغان حکومت وایي، یاده اډه به د پوځي فعالیتونو په موخه د افغان پوځ له خوا کارول کېږي.
خو د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور نه دي،چې اوس کې د افغانستان ځواکونه له یادې اډې د استفادې ظرفیت ولري.
د پوځي چارون شنونکی اسد الله ندیم وايي:« دا اډه په بشپړه توګه د امریکا له خوا د ناټو پر سټندرد جوړه شوې، خو د افغانستان اردو او هوايي ځواک به ونه شي کړی، چې په نږدې کالونو کې له دې اډې استفاده وکړي.»
د امریکا له خوا په افغانستان کې د تر ټولو کلیدي اډې سپارل، اوس د ولسمشر جو بایډن هغه پریکړه بشپړه یقیني کوي،چې یاد ځواکونه به د سپمټمبر تر ۱۱ له افغانستانه په بشپړ ډول وځي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د بهرنیو نه شتون سره سم باید افغان جهتونه د جګړې پر ځای د سولې خبرې ګړندۍ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: « د بګرام اډې له تخلیې وروسته دواړه لوري باید د سولې خبرې ګړندۍ کړي او یو لوی اوږدمهاله اوربند اعلان کړي. که نه دا به تاریخ دوی پسې لېکلي او افغانان به نور هم باوري شي، چې دوی د اجنبیانو او پردیو استخباراتو، د پردیو پر لارښوونه خپل وروڼه وژني. »
د بګرام هوایي اډه،چې امریکایانو له طالبانو سربېره د القاعدې ضد جګړه کې هم کارولې، له تېرو شلو کلونو کې په کې سل زره امریکايي عسکر په دوره یې توګه میشت شوي دي.
دې سره امریکا که څه هم په افغانستان کې د خپل وروستي عسکر وتلو وخت نه دی په ډاګه کړی، خو ویل کیږي نږدې زر تنه عسکر به تر هغې کابل کې پاتې کېږي،چې د کابل هوایي ډګر امنیتي چارې ترکي ځواکونو ته وسپارل شي.