Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان یو ځل بیا له اسلامي امارت د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې

پاکستان یو ځل بیا له اسلامي امارت د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/11

د پاکستان تر کنټرول لاندې په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي د برېدونو له زور اخیستلو سره سم، پاکستاني چارواکو تل دغه مساله افغانستان ته راجع کړې او په افغان خاوره کې یې د یادې ډلې د حضور په تړاو پرلپسې ادعاوې کړې.

د همدې ادعاوو پر دوام یو ځل بیا د پاکستان پوځ لوی درستیز پر اسلامي امارت غږ کړی، چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

عاصم منیر ویلي، پاکستان څلور لسیزې په خپله خاوره کې افغان کډوالو ته ځای ورکړی او له همدې کبله افغان لوري ته پکار ده، چې په وینا يې له یادې ډلې د ملاتړ پر ځای د اوږدې مودې ملګري او د یوه اسلامي هېواد په توګه له پاکستان سره له مخالفت لاس واخلي.

هغه زیاته کړې:« موږ دوی ته واضح کړې، چې د ټي‌ټي‌پي لپاره د خپل ګاونډي ورور، اسلامي هېواد او د اوږدې مودې له ملګري سره مخالفت ونه کړي.»

هغه وړمه ورځ د علماوو ملي کنفرانس ته په وینا کې له هغوی غوښتي چې په پاکستان کې یووالي او اتحاد ته کار وکړي.

عاصم منیر د دې ترڅنګ ټي‌ټي‌پي ته، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې جګړه کوي، د خوارجو خطاب کړی او ویلي يې دي، چې له دې وروسته دغه ډله پر همدې نوم یادوي.

سرپرست حکومت دې ته په غبرګون کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه څرګندونې له واقعیت لرې ګڼي، هلته روانه ناارامي د پاکستان اړوند مساله ګڼي او له مقابل لوري غواړي، چې دغه موضوع باید افغانستان پورې ونه تړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د افغانستان اسلامي امارت بیا هم خپل دریځ تکراروي، چې موږ اجازه نه ورکوو، چې په افغانستان کې داسې څوک واوسي،چې پاکستان ته زیان اړوي، یا هتله برېدونه کوي. موږ د دې پلوي هم نه یو او چاته اجازه هم نه ورکوو، خو د پاکستان دننه امنیت ساتل دا د پاکستان خپله دنده ده او باید خپل مسوولیت په خپله ادا کړي.»

د پاکستان دغه لوړ پوړي پوځي چارواکي په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړې، چې په نړۍ کې هېڅ ځواک نه شي کولی پاکستان ته زیان ورسوي؛ ځکه په خبره يې پاکستان د دوام لپاره رامنځته شوی.

د سیاسي چارو شنونکي د عاصم منیر څرګندونې غیر مسوولانه ګڼي. دوی وايي، افغانستان هېڅکله نه دي غوښتي چې د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، بلکې دا ګاونډي هېوادونه دي، چې په خبره يې خپله ګټه یې د افغانستان په ناامنیو کې لټولې.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« دا غیر مسوولانه څرګندونې دي. افغانستان د دوی(پاکستان) په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي. افغانستان خپله داسې ستونزې لري، چې دوی خپلو ستونزو ته رسېدنه وشي کړی. اسلامي امارت ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني چارواکي له ټي‌ټي‌پي سره د اسلامي امارت د همکارۍ او له افغان خاورې څخه د دوی پر ضد د برېدونو ادعاووې مطرح کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د دې هېواد دفاع وزیر خواجه اصف هم ورته څرګندونې کړې او د سرپرست حکومت د نه اقدام په صورت کې یې په افغانستان کې دننه ان د هوايي عملیاتو خبرداری ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist