Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا او هند اسلامي امارت ته؛ د افغانستان خاوره د نورو پر ضد مه کاروئ

امریکا یو ځل بیا افغانستان کې د خپلو زنداني وګړو د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/10

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مېټو میلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې  د درېیو امریکایي بندیانو روغتیایي  وضعیت په تړاو اندېښمن دي او په خبره یې، په افغانستان کې نیول شوي امریکایان پرته له کوم جرم نیول شوي.

د میلر په خبره، امریکایي چارواکو د اسلامي امارت له  چارواکو سره په هره غونډه کې د جورج ګلیمن، ریان کوربټ او محمود حبیبي د خلاصون په اړه غږیدلي.

هغه زیاته کړې:« د اګست پر ۱۰  د محمود حبیبي او ریان کوربېټ دوه کاله پوره کېږي، چې دوی پرته له کوم جرم په افغانستان کې بندیان دي او هغوی دوه کاله له خپلو کورنیو لرې پاتې شوي. موږ د هغوی روغتیايي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو. موږ د محمود ، ریان او جورج ګلیمن  په اړه له طالبانو سره په تماس کې یو، د هغوی بېرته راستنول زموږ لپاره مهم لومړیتوب دی او موږ په دې کار کوو، ترڅو هغوی ازاد شي.»

اسلامي امارت که څه هم تازه د امریکایي بندیانو د روغتیایي وضعیت په تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې ویلي ول، چې د هېواد په بندخونو کې دوه امریکایي وګړي د افغانستان له قوانينو څخه د سرغړونې په جرم بندیان دي او په دوحه کې یې امریکایي پلاوي سره د یادو بندیانو د خوشې کولو په شرایطو خبرې کړي چې دا خبرې به د ډېپلوماټیکو لارو تعقیب شي.

په ورته مهال د سیاسي چارو کارپوهان وایي، هغه بهرني وګړي چې په هېواد کې یې کوم جرم کړي وي، د محکمې له فيصلې وروسته دې د ملي ګټو او ارزښتونو په بنياد تبادله او يا هم خوشې شي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« امریکا هم باید هغه افغانان خوشې کړي، یا یې افغانستان ته تسلیم کړي، چې د امریکا په ولکه کې دي، یا هم له امریکا سره اوس هم په ګونتنامو کې دي، ځکه چې دواړو خواوو سره بندیان دي، هم له افغانستان او هم له امریکا سره. »

د پوځي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت دې واضح کړي چې ياد امریکایان د کومو جرمونو په تور نیول شوي او دغه راز هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته راځي، اړتيا ده چې د افغانستان ټول قوانین ومني او د سرغړونې په صورت کې يې کوربه هېواد د نیولو او ترې د پوښتنو ګروېږنو حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې واشنګټن ویلي و یل، د امریکایي وګړو نیول غیري قانوني کړنه ده او دغه چاره یې له اسلامي امارت سره د تعامل په برخه کې یو لوی خنډ بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist