د پکتیا ولایت بدني روزنې مشر داوود مخصوص وايي، د سیمه ییزې ادارې او اړوندو ورزشي بنسټونو په مرسته د لوبغاړو د مالي ستونزو د حل په موخه یې د مرستو یو صندوق جوړ کړی دی.
د مخصوص په خبره، دا کار د هغو لوبغاړو لپاره ترسره کېږي،چې له افغانستانه بهر د لوبو لپاره ځي، خو هلته مالي امکانات نه لري.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دې صندوق ته د سوداګرو، شتمنو وزرشکارانو او هغه بنسټونه چې د ورزش په برخه کې کار کوي، د مرستې په موخه پېسې راټولېږي.