سرچینه وايي، طالبانو پرون شپه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د “ماشور” یو پل په ماینونو الوځولی او ویجاړ کړی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د یاد پله په نړولو سره یې د تګ راتګ ستونزې زیاتې شوي او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې د عامه تاسیساتو له ورانولو دې لاس واخلي.
دغې ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې سخته جګړه روانه ده او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.
طالبانو تر دې وړاندې ارغنداب ولسوالۍ کې هم پر ۲ لویو پُلونو باندې موټربم بریدونه کړي وو او نړولي يې وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.