Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جرمني دفاع وزیره: افغانستان کې مو ماموریت بریالی وو

admin by admin
2021/07/01

د جرمين دفاع وزيره انګریټ کرمپ وايي، له  افغانستانه  مو د سرتېرو اېستلو بهیر بشپړ شوی دی.

کرمپ وايي،افغانستان کې یې تاريخي او قوي ماموريت پايته رسېدلی او ځواکونو يې دې جګړه کې ځان ثابت کړی دی.

کرمپ زیاته کړه:«  دا د يوه تاريخي فصل او ماموريت د پايته رسولو ښکارندوی کوي، چې د جرمني وسله وال پوځ لپاره ننګونکی دی، په هغې کې جرمني وسله وال پوځ  جګړه کې ځان ثابت کړ. دا هغه جګړه وه، ې زموږ سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او موږ پرې اوښکې توې کړې.»

د افغانستان  بهرنيو چارو وزير هم شمشاد سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، د بهرنیو ځواکونو یو شمېر يې وتلي او پاتې نور به يې په راتلونکو څو اونیو کې خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

له افغانستانه د جرمني سر تېرو په وتلو سره د امريکا دفاع وزارت ویلي، افغانستان کې له روان وضعیت بې‌خبره نه دي، د وضعیت څارنه کوي او تاوتريخوالی یې زيات بللی دی.

د امريکا دفاع وزارت وياند جان کربي وايي:« هغه څه چې موږ یې غواړو، ووينو او موږ یې خوښوو، چې وې وينو هغه سولې پروسې ته د طالبانو راګرځېدل دي. تاوتريخوالی ډېر زيات لوړ دی او موږ ټول افغانستان کې له امنيتي وضعيت خبر يوو.»

له ۲۰۰۱  زېږدیز کال راهيسې افغانستان کې شااوخوا ۱۵۰ زرو جرمني سر تېرو په مرحله واره توګه دنده ترسره کړې، چې په دې موده کې يې ۵۹ تنه وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې،جرمني له تېرې مې مياشتې پورې د ناټو په چوکاټ کې ۱۱۰۰ سرتېري لرل، چې وروستي هغه يې ورمه ورځ خپل هېواد ته ستانه شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist