Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اتمر: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي،له سختو فشارونو  سره به مخ شي  

admin by admin
2021/07/01

د بهرنیو چارو وزیر حینف اتمر خبرداری ورکړی،که چېرې طالبان بین المللي تروریزم سره اړیکې پرې نه کړي، دوی به د افغانستان او نړۍ له لوري یو لوی ناورین سره مخامخ شي.

اتمر زیاته کړه:« لومړی اقدام دا دی،چې د افغانستان خلک او حکومت دا قوت همېشه ولري،چې باید له ځانه دفاع وکړي او په دې کې دنیا ورسره مرسته کوي. دویم که چېرې د طالبانو محاسبه غلطه واوسي، دوی خپلې جګړې ته دوام ورکړي او بین المللي تروریزم سره اړیکې پرې نه کړي، دوی به له یو لوی ناورین سره مخ شي، نه یوازې د افغانستان له خوا بلکې د ټولې نړۍ لخوا.»

بل پلو طالبانو د افغان حکومت له دې ادعاء وروسته چې دغه ډله د سولې خبرو ته اراده او چمتوالی نه لري،غبرګون ښوولی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ  په یوه ویډیي پیغام کې افغان حکومت ننګولی،چې له مذاکراتو سوء استفاده کوي، قطر کې یې د پلاوي ټول غړي موجود نه دي او خالد نور ته یې په اشارې ویلي،چې یو شمېر غړي یې د جګړې میدان ته تللي دي.

وردګ زیاته کړه:« ټول ولس په جریان کې ده،چې د دوی مذاکراتي ټیم غړي د جګړې میدان ته تللي دي. یو خو دا ټیم یې دلته پوره نه ده، محدود یو څو کسان دي او نور یې نه پوهېږو چېرته دي. هغوی ټوپکونه اخېستي دي،چانټې یې اچولي او جګړه کوي،دا له نړیوالو اصلو سره هم سم نه دی، دا ښیي چې څوک خبرو ته ژمن دي او څوک نه.»

طالبانو ویلي، منفي تبلیغات د سولې پروسې لپاره ګټور نه دي او باید ترې ډډه وشي.

دواړو خواوو یو د بل غوښتنې په رد کړي، چې پایله یې د جګړې په ډګر کې ښکاري.

د درېیمې کرښې د ملي حرکت شورا غړی خلیل احمد نادم وايي:« اوس چې دوحه کې د سولې بهیر پر ټپه ولاړ دی، ټاکل شوې وه،پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر سیاسیون چې په هغه کې د روغې جوړې علي شورا مشر هم شامل دی، طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي. یوې سرچینې وویل، جګړې دا رهبران مایوسه کړي او له دې وېره لري،چې دوحې ته سفر به پایله ورنه کړي، نو ځکه د اوس لپاره ځنډېدلي دي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون  وايي: « یو سفر په مخکې وه،چې د افغانستان یو شمېر مشرانو په شمول د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر دوحې ته سفر وکړي،خو تر اوسه پورې دا سفر نهایي شوی نه دی او نه یې دقیقه نېټه څرګنده شوې.»

افغانان چې د سولې خبرو ته زیات هېله من  ول، خو اوس له هر بل وخت خواشیني دي.

د افغانانو ترمنځ خبرو ته یو فرصت په لاس ورغلی ،خو داسې بریښي چې له دې پروسې سره سیاسي چلنډ کېږي.

د بین الافغاني خبرو له پیل نږدې لس میاشتې تېرې شوي،خو دا بهیر له کوم پرمختګ پرته پر ټپه ولاړ دی.

 په دې اوږده موده کې د مرکچي ډلو ترمنځ په هغو مسایلو خبرې پیل نه شوې،چې پراساس یې جګړه پایته رسېدای شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist