Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت: ۵۱ کارخونو ته ځمکې وېشل کېږي

admin by admin
2021/06/30

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي، دغه کارخونې د پانګونې هوډ لري،خو د ځمکو نه شتون له امله یې پانګونه نه ده کړې او په خبره یې  اوس به پرې په اته صنعتي پارکونو کې ځمکې ووېشل شي.

احمدي وایي، د کارخونو په غوښتنه او هېواد کې د پانګونې جذب په موخه یې دغه پرېکړه کړې.

احمدي زیاته کړه: « د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اوس مهال  ۸ صنعتي پارکونه  تولېدي او صنعتي  کارخونو  ته د ځمکو وېش ته چمتو دي. خوشبختانه تازه د ۵۱ نمرو اسناد بشپړ شوي او تولېدي کارخونو ته تسلیم شوي دي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ټولو په کور دننه  او بهرنیو پانګه والو ته اسانتېاوې برابرې کړي دي. »

بل پلو یو شمېر اقتصاد پوهان د حکومت له لوري صنعتي پارکونو کې کارخونو ته د ځمکو ورکړې اقدام ستایي او غوښتنه یې دا ده، چې حکومت دې د څه مودې لپاره پانګه والو ته مالیات معاف او قوانین دې اسانه کړي.

د اقتصادي چارو  پوه وحیدالله غازي خېل  وايي: « د پانګه والو له پاره دې قوانین اسانه کړي. مالیات دې د یو څو کالو لپاره ترې نه اخلي. دوی باید وهڅوي. هغه څه چې د حکومت له خوا دوی ته باید برابر شي، لکه اوبه، برېښنا، قوانین او ژر  ژر دې ترې راپور نه غواړي. پانګه والو ته پکار ته ده،چې کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي او بیو ته یې ډېره پاملرنه وکړي. دا د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز کوي او هېواد ته به واردات ورسرره کم شي.  دې ته اوس ډېره اړتېا ده. »

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې  سوداګرو او پانګوالو ته د هېواد اته صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش پرېکړه کړې،چې ډېری فعاله صنعتي پارکونو کې لاهم پانګه وال د برېښنا کمښت، تولیدي توکو ته د بازار موندنې او صادراتو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist