لویې څارنوالۍ ویلي، د لومړۍ محکمې د حکم له صادرېدو وروسته به مجرم د ضمانت په بدل کې نه خوشې کېږي، بلکې له دوی سره به د جرم تر ثابتېدو پورې بندي وي.
لویه څارنوالۍ دا پرېکړه وروسته له هغې کوي،چې هېواد کې ډېری مجرمین د لومړۍ محکمې له حکم وروسته په ضمانت خوشې کېږي او ډېری یې له هېواده تېښه کوي.