Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وډانټ پټېل: پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د امریکا همکار دی

پټیل: امریکا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښونو پر مخنیوي کار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/03

په افغانستان کې د داعش په ګډون د ورته وسله والو ډلو د فعالیت او سیمې او نړۍ ته د تحرکاتو د پراخېدا په تړاو د نړۍوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا د پرلپسې اندېښنو پر دوام، تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اندېښنه ښودلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېډانټ پټیل د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، له افغانستانه نورو هېوادونو ته د داعش او نورو وسله والو ډلو د ګواښونو د راټوکېدو مخنیوي لپاره په سیمه کې له خپلو شریکانو سره پر ګډه کار کوي.

هغه زیاته کړې:« د داعش خراسان څانګه هغه نړیواله شبکه ده،چې د نړیوالو ترهګریزو برېدونو هوډ او وړتیا لري. لکه څنګه چې مو مخکې ویلي، موږ پر دې کار کوو،چې ډاډ تر لاسه کړو چې افغانستان بیا ځلې پر امریکا او زموږ پر متحدانو د ترهګریزو برېدونو لپاره د ټوپ پر تختې نه بدلیږي.  موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د حکومت لخوا یوه بشپړه تګلاره غوره کوو. موږ په سیمه کې له خپلو شریکانو او متحدانو سره پر ګډه همکاري کوو او په پوره هوښیارتیا سره په دې کار کوو، چې له افغانستانه د بهرنيو ګواښونو له پېښېدو مخینوی وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داعش د نړۍ پر کچه هغه وسله واله ډله بللې،چې د پېچلو او هر هېواد کې د برېدونو هوډ او ظرفیت لري.

خو اسلامي امارت په افغانستان کې د دغې ډلې حضور او پراخېدا په تړاو د هېوادونو اندېښنې په کلکه ردوي او له داعش سره د مبارزې پر جدیت ټینګار لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:« د تېر کال په اوږدو کې د داعش پدیدې او نورو مفسدینو د ورانکاره فعالیتونو مخه نیول شوې ا و ټول تخریبي پلانونه یې شنډ شوي.افغانستان اوس امن هېواد دی، ځېنې پېښې به رامنځته شوې وي، خو په ټوله کې په افغانستان کې اوس سرتاسري امنیت تامین شوی دی.»       

له دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو داعش ډله د افغانستان لپاره یوازې مزاحمت بللی،چې په وینا یې جرړې یې وېستل شوي او د جدي ګواښونو توان نه لري.

د سیاسي چارو شنونکي بیا د امریکا او نورو هېوادونو او سازمانونو ورته څرګندونې د استخباراتي کړنو یو برخه ګڼي، چې له دې سره غواړي وضعیت ترینګلی وښيي او خپل پټ اهداف تنظیم او ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شېر حسن حسن وايي:« بهرنیان دغه شکایت له دې امله کوي، چې ګویا طالبان د هغوی ملاتړ کوي، په داسې حال کې ، طالبان په واضح ډول د هغوی (داعش) ملاتړ نه کوي، بلکې د هغوی د ځپلو لپاره ژمن دي. په دې اړه ټولو هېوادونو لکه چین او روسې څو ځلې څرګندونې کړي، چې یوازې طالبان دي. »

له دې وړاندې هم امریکا له ترهګرۍ سره د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي ول، تر هغو به پر افغان حکومت خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، چې په خبره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شویو ژمنو ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی.

دا په داسې حال ده،چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بندیزونو او څار سازمان په خپل وروستي راپور کې له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ خپرېدلو او ناامنیو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې، خو اسلامي امارت دغه اندېښنې بې ځایه ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist