Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت طالبانو سره د سولې له روان بهیر ناراضه شوی

admin by admin
2021/06/29

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدو او د جګړې شدت افغان حکومت د سولې له بهیره ناراضه کړی، او څو میاشتې کېږي، د سولې مرکچي ډلې اصلي خبرو ته نه دي کېناستلي.

افغان حکومت بار بار له طالبانو د خبرو غوښتنه کړې، خو میاشتې اوښتي چې دا بهیر پر ټپه ولاړ دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود وايي: «د افغانستان حکومت د سولې په اړه ریښتنې هڅې او اقدامات کړي. زموږ توقع له پاکستان دا ده، چې د سولې په اړه خپله اراده په عمل کې ثابته کړي.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د اوس لپاره د دوحې بهیر ناکام او له خنډ سره مخ شوی بولي.

دوی وایي،  په دې پروسه کې بهرنۍ لاسوهنې زیاتې شوي او افغانان نه پریږدي،چې د سولې په اړه یوې پایلې ته ورسیږي.

د سياسي چارو شنونکی صلاح الدین سعیدي وايي:« دلته یو سلسله بهرني لاملونه دي،چې د افغانستان خلک سولې ته نه پرېږدي. شواهد ښکاره کوي،چې پاکستان او طالبانو په اصطلاح هوډ کړی دی،چې په عمل کې ښکاره کوي،چې دوی وایي موږ سیاسي قدرت په جنګ نیسو. دا چې لاملونه یې څه دي ،چېرته پیل شوي دي، مطميناً د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې مزاکرات هم په ښه شکل مخکې نه وو تللي او اوس هم د سیاسي مناظرې مذاکرې توپير نه دی شوی.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«  په دوحه کې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي. طالبان او افغان حکومت هڅه کوي،د جګړې په ډګر کې امتیازات ترلاسه کړي،چې په دې وروستیو کې جنګ او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.د قطر بهیر نیمګړی او ناکام ښکاري، خو نړیوال کوښښ کوي،چې یوه لویه ناسته جوړه کړي.»

خو طالبان بیا  وایي، د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته باید په درې میاشتو کې یې بندیان آزاد شوي وای او د مشرانو نومونه یې له تور لست وتلي وای،چې داکار نه دی شوی.

طالبان وایي، لومړی باید دا اوسنی پړاو پای ته ورسیږي او وروسته بل پړاو پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist