د بغلان امینه قوماندان اشرف سادات وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۲۲ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
سادات زیاتوي، چې د دواړو لورو ترمنځ دا نښته پرون شپه په دوشي ولسوالۍ کې شوې ده.
د سادات په خبره، چې دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته تلفات اوښتي نه دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.