Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

کارپوهان: له هېواده بهر له بهرنیو چارواکو سره د اسلامي امارت استازو لېدنې بې اغیزې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/30

سره له دې چې د افغانستان وضعیت په اړه په بهر کې ناستې ترسره شوي، خو د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د دغه ډول ناستو دوام ښايي په راتلونکي کې هم پايله ورنه کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دوحې کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر مشر او د افغانستان لپاره د فرانسې شارژدافېر وروستۍ ليدنې ته په اشارې وايي، په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د نړيوالو له لوري وضعه شویو شرطونو پر وړاندې نرمه غاړه نه وړي، برعکس نړيوال هم په ورته ناستو کې له افغانستان سره کړې ژمنې نه عملي کوي او له همدې کبله دواړه جهتونه د افغانستان په تړاو مطلوبې پايلې ته نه رسېږي.

دوی وړانديز کوي، چې نړيوال او سرپرست حکومت دې د مثبت تعامل لپاره پايله ورکوونکی ډيالوګ وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر سیال وردګ وايي:« ملګري ملتونه ځکه د ا فغانستان حکومت پر رسمیت نه پېژنيي، دلته دوه عمده دلایل دي، یو نړیوال یا غرب غواړي چې اسلامي امارت په نړیوال نظم کې مدغم کړي، دویم د نړیوال نظم اصول پر دوی ومني او د یوه نوي میکانیزم پر اساس نوی اسلامي حکومت رامنځته کړي، چې رهبري به یې اسلامي ا مارت کوي او نور به هغه ډلې، حرکتونه او ګروپونه د دې تر چتر لاندې په نظام کې ورداخل کړي، چې هغه د امریکایانو یا د نړیوالو حقوقو ته، یا نړیوالو ته په دا ۲۰ کلنه دوره کې وفاداره ول، نو ځکه نړۍ نه غواړي چې اوس اسلامي  امارت سره تعامل وکړي.»

په دوحې کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره لیدنه کې د دوحې درېیمې ناستې پر تعقیبي مسایلو غږېدلی دی.

دواړو خواوو کروندګرو ته د کوکنارو پر بدیلو پروژو، د خصوصي او روغتيايي سکټورونو او د اقلیم بدلون اړوند موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

شاهین وايي:« د افغانستان لپاره د فرانسې سرپرست سفیر  د دوحې درېیمې ناستې د پایلو تعقیب، پر افغانستان باندې د اقتصادي بندیزونو ختمولو، د هغو بزګرانو لپاره د بدیلو پروژو په رامنځته کولو خبرې وکړې، چا چې د کوکنارو کښت پرېښی او نه یې کري، همدا راز  په اقلیم کې د بدلون له امله افغانستان ته د رسېدونکو زیانونو په اړه هم وغږېدو. د فرانسې سفیر دغه ټکي له ځان سره نوټ کړل او دوحې د ناستې په پایله کې د جوړېدونکو کاري ډلو کې په دغو موضوعاتو باندې د غور کولو ژمنه یې وکړه.»

خو د سیاسي چارو شنونکي غوښتنه کوي، چې نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه فرانسه دې د نړیوالو نورمونو پر اساس د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او د دوحې په ناسته کې دې کروندګرو ته د بدیل کښت پر ورکولو سربېره له افغانستان سره ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت الله وايي:« نړیواله ټولنه له هغې جملې فرانسه د افغانستان خلکو په اړه مسوولیت لري، دا مسوولیتونه په نړیوالو قوانینو کې، د دوحې په تړون کې واضح شوي دي، د کوکنارو د کښت په اړه نړیواله ټولنه ناغيړي کوي، هغه نړیواله ټولنه چې په کال کې یې تر ۵ میلیارده ډالرو پورې له  کوکنارو سره د مبارزې  په سیاست کې کارول، خو کوکنار ډېرېدل، کمېدل نه. نن د اسلامي امارت په موجودیت کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته راغلې ده، باید نړیواله ټولنه د هغې له جملې فرانسه د افغانستان د بزګرانو، بېوزلو خلکو لپاره د بدیل معیشت په اقتصادي سیاست کې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو پر مشرۍ او د افغانستان حکومتي پلاوي په شمول د شاوخوا دېرشو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د تېرې جون پر ۳۱مه پیل او له دوو ورځو دوام وروسته بې له کومې مطلوبې پایلې پای ته ورسېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist