افغان حکومت د پاکستان د کورنيو چارو وزير، شیخ رشید د وروستيو څرګندونو ستاینه کړې او په وينا يې، اسلام اباد له طالبانو خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
د پاکستان دکورنيو چارو وزير ويلي، د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي او جګړه کې وژل شوي او ټپيان هم هلته ور وړل کېږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي او سياسي شنونکي وايي، ټوله نړۍ پوهېږي، چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او هېڅ اړتیا نه شته چې پاکستان دې په دې تړاو اعتراف وکړي.