Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت: ولسي پاڅونوال ګټور دي او طالبان به مات کړي

admin by admin
2021/06/28

د طالبانو له لوري د یو شمېر  ولسوالیو له  نیولو وروسته د افغان حکومت مخ  ولسي پاڅونوالو ته اوښتی، هغه غیر مسوول وسله وال،چې په تېر کې د امنیتي ځواکونو تر جدي څار لاندې وو.

خو اوس همدغو ملېشو د افغان‌ ځواکونو پر ملاتړ د طالبانو پرضد د جګړې اعلان کړی او جنګ ته چمتو شوي دي.

 افغانستان کې د ملیشو جوړونې پایلې د حکومتونو د سقوط لامل شوي، خو اوس بیا تجربه کېږي. دا پوښتنه هم لاهم بې ځوابه ده، کله چې پوځ نه شي تجهیز کېدای، نو ملېشو ته امکانات څنګه او د چا لخوا برابریږي؟

د پوځي چارو شنونکی جنرال شعور ګل پښتون وايي:« د حکومت له لوري خو تر اوسه پورې وسلې نه دي وېشل شوي،هغه منطیقوي ټولي چې د قل اردګانو په چوکاټ کې جوړ شوي،له پخوا  حکومت یو تشکیل درلود چې دوی ته تنخوا او اعاشه ورکوي.»

افغانستان کې د ملیشو جوړونې پایلې د حکومتونو د سقوط لامل شوي،خو اوس بیا تجربه کېږي.

بل پلو د ملي دفاع وزارت ولسي پاڅون ‌کوونکي  بیا ګټور بللي او وایي، دا د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو پر مورال باندې ښه اغیز کوي.

د یاد وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:« ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د امنیتي ځواکونو په خوا کې د خلکو درېدل موږ ته مورال راکوي او دښمن ته سخته ضربه او د پاڅونوالو ټولې کړنې د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي.»

اخوا د ملي  روغې جوړې عالي شورا  مشر  ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د طالبانو پرضد راپورته شوې ډلې ملیشې نه بلکې د حکومت ملاتړي دي.

په ورته وخت کې عبدالله پر یو شمېر سیاسیونو نېوکه وکړه،چې د امنیتي ځواکونو وړتېاوې نادیده نیسي.

عبدالله زیاته کړه:« په ځینو ځایو کې خلک په دوطلبانه، ان په یو شمېر سیمو کې تش لاس خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو په خوا کې درېدلي دي ښځې او سړي، خو اوس چې د امنیتي بنسټونو په رهبرۍ کې همغږي راغلې ده دا به ښه اغېز ولري.»

اوس که حکومت پر راپورته شویو  پاڅونوالو ډاډه دی، خو د ولسي جرګې غړی صدیق احمد عثماني  وايي،  که دغه زرګونه پاڅونوال مدیریت او کنټرول نه ‌شي، د راتلونکي لپاره به په یو بل سرخوږي واوړي.

عثماني زیاته کړه:« دحکومت له لوري په پاڅونوالو د وسلو وېش هغه هم د دولت له چوکاټه بهر یو غیر ضروري او نه توجې کېدونکی عمل دی.»

د طالبانو خلاف دا ډلې لومړی په شمالي ولایتونو کې راپورته شوې، لږ شمېر یې سوېل او سلګونه نور یې په شرق کې فعال دي او یا د را پورته کېدو لپاره ځانونه چمتو کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist