Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/30

داسې ښکاريي، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ د کابل او بېجينګ ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنيتې برخو کې اړیکې ورځ تر بلي پراخېږي او یو بل سره د همکاریو ژمنې کوي.

تازه په کابل کې د چین سفير د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره کتلي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د نورو مسایلو تر څنګ يې، د چینايي پروژو، ډیپلوماتيکو ځايونو، په افغانستان کې د مېشتو چینايي اتباعو  او د میس عینک کان قراردادي شرکت (اېم.سي.سي) د امنیت خونديتوب ستاينه کړې.

وزارت زیاتوي:« په دې کتنه کې د چين سفير د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چينايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه وکړه او د دغه وزارت په دوامداره همکاریو يې خوښي وښووده. ژاو شینګ وويل، د تېرو څو اوونیو په لړ کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې ستر پرمختګونه شوي. ژاو شينګ د مس عینک کان د سړک پرانيسته او د ځنغوځيو په برخه کې تړونونه او ورته نورې پروژې د دوه اړخېزه اړیکو څرګندوونکي یاد کړل.»

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي په اقتصادي، سیاسي او امنیتې برخو کې له چین سره مثبتې اړیکې د هېواد پر ګټه بولي او زیاتوي، چين له اقتصادې اړخه پر ځان بسیا هېواد دی او کولی شي له افغانستان سره په هره برخه کې مرستې وکړي.

دوی وايي، سرپرست حکومت د اوس لپاره په داسې یوه حالت کې قرار لري، چې باید د هېواد د ګټو لپاره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې وپالي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« چین په سیمه کې د یوه ستر قدرت په توګه غواړي، چې له افغانستان ژورې ستراتیژیکې اړیکې ولري، د دې ترڅنګ چین د افغانستان ګاونډي په توګه هم اړ دی، چې د افغانستان له امن او ټیکاو څخه د خپلو سیمو د امن او ټیکاو ضمانتونه ولري.»

شنونکي وايي، دا چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري، نو اړ دی، چې د خپل هېواد د امنیت خونديتوب په خاطر له سرپرست حکومت سره ښي او په باور ولاړې اړیکې ولري.

د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې نسبي امنیت تامين شوی او د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو په خبره د اوس لپاره په افغانستان کې هېڅ داسې ډله ټپله نشته، چې د حکومت او خلکو پر وړاندې دې ګواښ وي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist