د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار پنځمې حوزې د اوومې ویالې سیمه کې نن سهار د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.
د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي، په دې پېښه کې یو تن رېشکا چلوونکی وژل شوی او څلور کسان نور ټپیان دي.
خوګیاڼی زیاتوي، په ټپیانو کې د ودان په نوم موسسې دوه ښځینه کارکوونکې او له هغوی سره یوه اته کلنه ماشومه او یو هم موټر چلوونکی دی.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه پورې کوم کس یا وسله والې ډلې پر غاړه اخېستی نه دی.