کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي رأس ویلسن ویلي، د فاریاب په اندخوی کې یې د طالبانو د وروستیو جګړییزو فعالیتونو په اړه ټکان ورکوونکي راپورونه ترلاسه کړي.
رأس ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو لخوا د هټیو او دولتي ودانیو سوځول، د خلکو نیول او د تاسیساتو او مخابراتي پایو ویجاړول افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه درناوی په ډاګه کوي.
طالبانو د امریکا سفارت چارسمبالي د خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.