د پروان ولایت په چاریکار ښار کې د ملکي وګړو پر کاسټر موټر چاودنه شوي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان په کې ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه پرون مازیګر پنځه نیمې بجې د چاریکار ښار د دوېمې حوزې اړوند سیمه کې شوې.
دوی وايي، چاودنه د سړک غاړې ته د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله وه.
بل پلو روغتیايي چارواکي بیا وايي، ټپيان کې د درې کسانو حالت نازک دی.
د پېښې مسوولیت تر اوسه پورې کوم کس یا ولسوالۍ ډلې پر غاړه نه دی منلی.