Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مصر افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې  ۱۶۰ بورسونه ورکوي.

admin by admin
2021/06/27

په کابل کې د الازهر انسټیټیوټ مسوولین وایي، ۴۰۰  کسان ورسره  د ازموینې لپاره نوم ‌لیکنه کړې، چې ۱۶۰ کسان به د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا له پاره جذب کړي.

دوی وایي،لومړیتوب  هغو کسانو ته ورکول کېږي،چې له عربي ژبې سره بلدتیا ولري.

د ازموینې د کمېټې مشر  اوسامه سمیر وايي:« هر کال مصر ۸۰ تنه افغان زده کوونکو ته په مصر کې د زده کړو زمینه برابروله، خو سږکال مو د بورسیو شمیر دو برابره کړ،چې ټول ۱۶۰ کسان دي. پر یو نفر ۵۰ زره ډالره مصرف کیږي،موږ له زده کوونکو هېله کوو،چې کوښښ وکړي که چیرې یو زده کوونکی دوه کاله په درسونو کې پاتې راغی، موږ یې بېرته افغانستاان ته رالېږو.

موږ افغان زده کوونکو ته د خپل اولاد په توګه ګورو. موږهغوی ته په مصر کې د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوو  او هېله ترې کوو،چې خپلو درسونو ته متوجه واوسي.»

د مالوماتو له مخې، اوس مهال د مصر په مشهورو پوهنتونونو کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي .

په کابل کې د الازهر انسټیټوټ مشر وایي،غواړي په راتلونکي کال کې د بوریسو شمیر زیاد او له افغانستان سره د اړیکو لړۍ نوره هم پراخه کړي .

په کابل کې د الازهر انسټیټوټ شیخ شوقي ابو زید وايي: «د افغانستان  او مصر اړیکې ډېرې پخوانۍ دي. زموږ اړیکې د سیدجمال الدین افغان له وخته دوام لري. موږ زیاد شمیر افغان کادرونه روزلي، لکه د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، لوی څارنوال ذبیح الله کلیم او داسې نور. موږ غواړو، په راتلونکو کلونو کې د بورسیو شمیر له دې هم لوړ کړو.»

بل پلو ازموینې ته راغلي کسان بیا د پروسې له شفافیت خوښ دي .

مصر له افغانستاان سره د بورسیو په برخه کې له تېرو ۲۰ کلونو مرسته کړې، چې تراوسه پورې یې په زرګونه کسان د اسلامي او عصري زده کړو په  برخو کې روزلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist