Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ سوداګرۍ خونه: د جګړو دوام سوداګر اندېښمن کړي.

admin by admin
2021/06/27

د روانو جګړو په لړ کې د بلخ – جوزجان. جوزجان – سرپل، فارياب – جوزجان، بلخ سمنګان او کابل – شمال لويې لارې ډېری سيمې د حکومت له کنټروله  بهر شوي دي.

د بلخ سوداګرۍ خونې مشر نصیر احمد قاسمي وايي، وار له مخه د نا امنيو له وېرې يو لړ سوداګريزې چار او لويې پانګونې ځنډېدلي دي.

قاسمي زیاته کړه:« د خصوصي سکټور له نظره روان امنيتي حالت مناسب نه دی. موږ اندېښمن يو، که خدای مکړه جګړه د بلخ په څېر لويو ولايتونو د ښارونو منځ ته را ورسېږي؛ نو زموږ د ډېرو سوداګرو پانګې او شتمنۍ به له منځه ولاړې شي.»

د ولايتي شورا مشر افضل حدید هم د اندېښنې په څرګندولو وايي، وروستيو اونيو کې يو شمېر سوداګر د جګړو له امله له هيواده بهر شوي دي.

حدید وايي:« یو شمېر هغه کسانو چې په بلخ ولايت کې پر سوداګريزو چارو بوخت وو، هغوی افغانستان پرېښی دی او دا وضعيت د افغانانو اقتصاد ته لوی زيان رسوي. له همدې امله هره ورځ د بېکارۍ کچه لوړېږي او ټولنه زيانمنه کېږي.»

په ورته مهال د شمال زون يو شمېر سوداګر ګواښ کوي، که روان وضعيت همداشان دوام وکړي،نو سوداګر به خپله شته پانګه هم نورو هېوادونه  ته ولېږدوي.

د بلخ یو تن سوداګر غلام سخي ضیايي وايي: « حالت بحراني شوی دی. يو شمېر فابريکې له کاره لوېدلي، په دغه شان حالت کې سوداګر هم دا زړه نه ښه کوي،چې پانګونې وکړي.»
بل پلو د کسبه کارانو خونې مدیر ميروس احمدي وايي:« زموږ غوښتنه دا ده، چې راشئ! له  يو بل سره کېنئ، ستونزې نورې مه زياتوئ. موږ بايد خپلېمنځي شخړې خپله حل کړو،ترڅو خلکو ته کار پيدا شي، تجارت وده وکړي او بيکاري پای ته ورسېږي.»

د بلخ سوداګر په داسې مهال د روان وضعيت په تړاو اندېښمن دي، چې تازه د بلخ اتمه ولسوالۍ شورتېپه هم طالبانو نیولې ده.

د بلخ سيمه ييز چارواکي بيا ډاډ ورکوي،چې عمليات يې پيل کړي او ژر به بېرته امنيتي حالت عادي حالت ته راوګرځي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist