Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تورخم: افغان ناروغان د کرښې هغې غاړې ته د اوښتو پر مهال له  ستونزو سره مخ دي.

admin by admin
2021/06/27

 د تورخم له لارې پاکستان ته د مسافرو تګ راګ د کورونا وبا د لا خپرېدو مخینوي په موخه بند شوی، خو بېړنیو ناروغانو ته  د تللو اجازه ورکړل شوې ده. 

ناروغ لروونکي وایي، هوا ګرمه او پر ساعتونو کې انتظار کوي، چې له امله یې د ناروغانو تکلیف یو په دوه کېږي.

یو تن ناروغ لرونکي وايي:« له سهاره مې ناروغ دلته ولاړ دی.  ولاړی دی، تر اوسه پورې نوبت نه دی ورسېدلی.  دلته روغتیاپالان دوه یا درې ناروغا ګوري او بیا نور ځي. بیا مالومه نه وي، چې څو ساعته وروسته راځي. پرون شپه  ۷ بجې تللی وه، بیا د شپې ۹ بجې راغی او یو ناروغ یې ولېد او بېرته ولاړ.  »

یو بل تن ناروغ بیا وايي، دوه شپې یې تېرې کړي، خو په خبره یې لاهم نوبت نه دی ورسېدلی.

ناروغ لرونکی: «  ناروغ مې د جګر سرطان لري. عاجل ناروغ دی. دا مې دویمه ورځ ده، چې دلته ولاړ یم. هېچ چاره نشته. سور لمر ته ولاړ یم. »

پاکستاني چارواکي وایي، د تورخم مزی يي د کورونا وبا  د مخینوي په خاطر تړلې، خو د ورځې ۱۵ بېړنیو ناروغانو ته د اوښتو اجازه ورکوي.

دوی وايي، لومړی  ناروغ معانیه کېږي او ناورغۍ ته يي په کتو  بیا اجازه ورکول کېږي او په خبره یې دا چاره وخت نیسي.

ننګرهار کې د پاکستان کونسل عابدالله وايي: « دا کومه کړکۍ چې پرانېستل شوې، یوازې د سختو ناروغانو له پاره ده، چې درملنه یې دلته نه کېږي او اړتېا ته ده، چې هغې غاړې ته ولاړ شي.   دا یوازې د هغو سختو ناروغانو  له پاره ده. زه هېله لرم، چې دا کسان څومره کم وي، یعنې له لس ، دولس  زیات نه وي،چې هغوی په سمه طریقې سره ولاړ شي. هلته یو ډاکټر ناسته دی، هغه یې معاینه کوي، چې ایا دا کس رېښتیا هم  ناروغ دی او که نه. »

ډير کله په حکومت او ملي سوادګرو له دې امله نیوکي وي، چې نورو برخو کې يي په میلیونو ډالرو پانګونه کړې، خو صحي سکټور کې د  کافي امکاناتو نشتوالی د دې لامل کېږي، چې بهر ته ناروغان د تګ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي، چې ان ځينې خو یې ژوند له لاسه ورکوي.

د کابل پوهنتون استاد ضياء الرحمن حسرت وايي:« حکومت دې  د ننګرهار ولایت په حوزي روغتون او یا هم هغه کمپلکس چې جوړېدونکی دی، په هغه کې دې داسې اسانتېاوې برابري کړي، چې نه پاکستان ته تګ ته اړ شو  او نه هم نورو هېوادونو ته. پانګوال چې په نورو برخو کې پانګونه کوي، هغه هم موږ ته د منلو ده، خو په صحي برخه کې دې هم پانګونه وکړي، ځکه دا زموږ لومړنۍ اړتیا ده، اساسي روغتونونه دي جوړ کړي او روغتپالان دې په کې وګوماري.»

د کورونا وبا پېښې په افغانستان کې هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، چې د روغتیا پالانو په وینا د مړینې کچه یې هم ډېره ده.

دوی وایي، که خلک روغتیايي سپارښتنې عملي نه کړي،د کورونا وبا د زیاتې خپریدو له امله به ناورین رامنځ ته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist