طالبانو رسنيو ته په لېږدل شويو مالوماتو کې ادعا کړې، چې نن سهار يې د بلخ ولايت شور تېپه ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا، د دغې ولسوالۍ د سقوط کېدو پر مهال وسلې او تجهيزات هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
سيمه ييزې سرچينې هم تاييدوي، چې امنيتی ځواکونو د ولسوالۍ له ودانۍ څخه شاتګ کړی دی.
د بلخ امنيه قومندان جنرال داود تره خېل بيا شمشاد ته وويل، چې له نن سهار راهيسې یې شورتېپې ولسوالۍ سره اړيکې پرې شوي او د يادې ولسوالۍ په اړه تازه جزيات نشته.
خو هغه وايي، د شورتېپې په ځينو سیمو کې حکومتي ځواکونه پر عملياتو بوخت دي.
د يادونې وړ ده، چې د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور له تېرو دوه ورځو راهيسې په شورتېپې ولسوالۍ کې پر پوځي عملياتو بوخت دی.
نور تېره ورځ ويلي و، چې يو شمېر سيمې يې له طالبانو نيولې دي.