افغان او پاکستاني چارواکو د کډوالو راستنېدل وارزول.
افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په تړاو خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغان او پاکستاني چارواکو په اسلام آباد کې د کډوالو وضعیت او د هغوی د راستنېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې دواړه خواوې هوکړې ته رسېدلي چې د کډوالو د راستنېدو وخت هم وارزوي.
د خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو همداراز هوکړه کړې چې اړیکې به پراخوي او په افغانستان کې کډوالو ته د استوګنځایو په برابرولو کې همکاري کوي.
د دواړو خواوو ناسته د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر اساس جوړه شوې ده.
دواړه خواوې به دویم ځل کابل کې وګوري.