د برېښنا شرکت له درې ورځني ځنډ وروسته پرون شپه وارداتي برېښنا بېرته ونښلوله، خو له دې څو دقیقې وروسته نامالومه کسانو پروان ولایت کې یوه بله پایه په بمونو والوځوله.
د پروان ولایت د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، دا پایه د بګرام ولسوالۍ په رباط سیمه کې الوځول شوې، چې له امله یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برېښنا بیا پرې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده،چې پرون د برېښنا شرکت دوه کار کوونکي او یو کرین چلوونکی بغلان ولایت کې هغه برق نیولي،چې د ۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي نښولو پرمهال د کوم کس له خوا نښلول شوې او درې واړه یې ځای پر ځای مړه شول.
په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې د وارداتي برېښنا پایو الوځول زیات شوي، چې له امله د برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.