Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: امنیتي ځواکونو د مېرزکه ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونېوله.

admin by admin
2021/06/27

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د مېرزکه ولسوالۍ  پرون ناوخته بېرته له وسله والو  طالبانو ونېوله.

د پکتیا امنیه قوماندان سمونوال ایمل نیازي د روانو عملیاتو پر دوام ټینګار کوي او وایي، تر هغه پورې به دوام وکړي، ترڅو ټولې ولسوالۍ بېرته نه وي نیول شوي.

نیازي زیاته کړه: « دا اوس هم موږ نوی امنیه قوماندان له پرسونل سره راوستی دی. لکه څرنګه چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر وویل، ټولې ملکي او پوځي ادارې به فعالېږي او عملیات به تر هغې پورې روان وي،ترڅو ټولې ولسوالۍ بېرته نه وي نیول شوي.»

د ولسي جرګې غړی یارباز حمیدي د جګړې له ښکیلو غاړو د اوربند غوښتنه کوي او له وسله والو غواړي، چې عامه تاسیسات دې نه ورانوي.

حمیدي زیاته کړه: « دا جنګ ګټونکی نه لري. که دوی سوله وکړي. دوی به ګټونکي وي. زما هېله دا ده،چې نور دې د نظام او عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.»

بل پلو طالبان  بیا د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د پوځي وسایطو لېږد او د عامه  تاسیساتو ورانول ردوي او وایي، د سیدکرم او میرزکې ولسوالیو ودانۍ د جګړې پر مهال زیانمنې شوې دي.

 پکتیا کې طالبانو ۹ ولسوالۍ نیولي، چې پر وړاندې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او تر اوسه پورې یې دوه ولسوالۍ ترې بېرته نیولي د پاتې نورو له پاره عملیات روان دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist