پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ پلوڅۍ سیمه لاندې کړې او تاسیسات یې جوړ کړي دي.
د سیمې خلک وايي، تېره ورځ ماذدیګر ناوخته پاکستاني نظامیانو د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ پلوڅۍ سیمه لاندې کړې، اغزن تار یې تېر کړی او هلته یې نظامي تاسیسات جوړ کړي دي.
پلوڅۍ سیمه د لعلپورې ولسوالۍ مرکز ختیځ لور ته نږدې شل کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د ننګرهار ولایتي چارواکو د دې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.