طالبانو ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام نه غواړي او باید ټول بهرني ځواکونه ووځي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو احتمالي پاتې کېدو ته غبرګون کې ویلي، د دوحې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
سهیل شاهین ویلي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو احتمالي پاتې کېدل ورته په هیڅ صورت د منلو نه دی.
شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.