Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محب: د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کوونکي د حکومت په کنټرول کې دي.

admin by admin
2021/06/27

ملي  امنیت شورا وايي، د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کوونکي د حکومت په کنټرول کې دي او هېڅ داسې عمل ته به یې پرېنږدي، چې دقانون خلاف وي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، اول انتخاب مو سوله ده او که طالبان جنګ ته دوام ورکوي، له ځانه دفاع کول د خلکو مسلم حق دی.

محب ویلي، افغانستان کې د طالبانو ضد عناصر زیات دي او افغانان د طالبانو له فکر، لیدلوري او حکومتدارۍ سره مخالف دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار، په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، هېڅوک نه غواړي، چې په خپل هېواد کې بندي واوسېږي او طالبان غواړي ټول افغانان بندي و اوسي.

حمدالله محب، د افغانستان په چارو کې دبهرنیو لاسوهنو په اړه ویلي، له پاکستان سره زموږ په تعامل کې هېڅ مشکل نه شته، او زموږ موخه دا ده، چې په افغانستان کې د دوی لاس وهنه بنده شي.

هغه ویلي، پاکستان ژمنه کړې وه، چې طالبان سولې ته هڅوي، خو اوس هر څه برعکس دي او اسلام اباد له کابل سره کړې ژمنه عملي نه کړه.

د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، افغان حکومت د سولې خبرو لپاره خپل پلاوی قطر کې کېنولی، افغانان سوله غواړي، خو طالبانو تر اوسه سولې ته هېڅ ژمنتیا نه ده ښودلې

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist