Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: افغان جاپان روغتون کې د ناروغانو پایوازان د روغتیاپالانو له بې غورۍ شکایت کوي

admin by admin
2021/06/26

افغان جاپان روغتون ته هره ورځ لسګونه کسان ورځي، چې ډېری یې په آی‌سي‌یو یا عاجل واټ کې بستر کېږي.

د یو شمېر ناروغانو کورنۍ غړي وايي، د دې روغتون له خدماتو او طبي پرسونل شکایت کوي او وايي، روغتیاپالان د ناروغانو د درملنې او پالنې په برخه کې بې غوري کوي او څنګه چې اړتیا ده،هغسې خدمات نه ورسیږي.

د صدیق الله په نوم یو تن ناروغ لرونکی وايي: «که د ناروغانو پایوازان نه وي او خپلو ناروغانو ته یې رسیدګي ونه کړي نو اویا اتیا سلنه ناروغان مري. ټول کار پخپله پایوازان کوي،روغتیاپالان یوازې شل سلنه د کار ظرفیت لري،چې وروسته له ډېر تاکید یې کولو ته اړباسو.»

دلته یوازې صدیق الله نه دی چې د دې روغتون له خدماتو ناراضي دی او له ډاکترانو شکایت کوي، بلکې رسول خان هم یو له هغو کسانو دی، چې مور یې په دې روغتون کې بستر ده او سختې شپې او ورځې تېروي.

رسول خان وايي، که د روغتیاپالانو پر سر نه وای ولاړ، نو خپله مور به یې د روغتیاپالانو د بې غورۍ له امله مړه شوې وای.

ناروغ لرونکی رسول خان وايي: « روغتیاپالان په سوال او زاریو ناروغ ته راځي،خو هغومره اړتیا چې ناروغ ورته لري، خدمات نه ورسوي او په خپلو شخصي کارونو بوخت وي.»

دې روغتون ته هره ورځ لسګونه کسان مراجعه کوي،چې شااوخوا پنځوس کسان یې ای سي یو یا عاجل وارډ کې بستریږي.

روغتیا پالان وايي، ناروغان هغه مهال افغان جاپان روغتون ته راځي،چې له شخصي روغتون رخصت شي، روغتیایي وضعیت یې خراب او آکسیجن ته یې اړتیا زیاته شي.

روغتیاپال نیاز احمد بیکزاد وايي: « څومره ناروغان چې له آی سي یو واټ نه خارجیږي او بل وارد ته ځي یا کور ته ستنیږي، نو پر ځای یې نور ناروغان بستروو، چې په موټرو کې مو ورته آکسیجن لګولی وي او د خالي بسترونو په تمه وي.»

سره له دې چې پر عامې روغتیا وزارت نیوکې زیاتې دي،خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین بیا پر عامو خلکو نیوکې کوي، چې د وبا پرمهال یې روغتیا وزارت سره همکاري نه ده کړې.

تازه عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۵ مثبتې پېښې ثبت کړي او ۵۶ کسان بیا مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، د نويو پېښو له ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱۴ زره او ۲۲۰ ته ورسېد او د مړو شویو کسانو شمېر ۴ زره او ۶۵۰ ته لوړ شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist