Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سوداګر او هټیوال: جګړو مو کارو بار زیانمن کړی

admin by admin
2021/06/26

یو شمېر سوداګر او هټیوال وايي، د جګړو شدت بازار په مستقیم ډول تر اغیز لاندې راوړی او له میاشتو راهیسې یې د ګټې پر ځای تاوان کړی دی.

د موټرو یو تن  پلورونکی وايي: « پخوا ښه وو بازار، اوس ډیری موټر پلورونکي په میاشتو کې هم یو یا دوه موټره نه پلوري، ځکه بازار نه شته او امنیتي وضعیت په مستقیم ډول زموږ پر کاروبار اغیز کوي، امنیت که ښه وي،بازار هم ښه وي،خو نن سبا خلک موټر اخېستلو ته زړه نه ښه کوي.»

ځیني کاروباریان بیا وایي، له هر قشر پېرېدونکي لري، خو په خبره یې وروستۍ جګړې، کډوالۍ او وزګارتیا د دوی کار خراب کړی او پخوا په شان مزه یې نه‌شته.

دوی وایي، د ټولنې ټول خلک لکه پخوا بازارونه ته مراجعه نه کوي.

د موبایلو یو تن هټیوالی وايي: « په کابل کې هم د مختلفو کټګوریو خلک دي، دوی د سېمې د امنیت پر اساس راځي.»

باور دا دی،چې خلک روان وضعیت وېرولي او د راتلونکي احتمالي بد وضعیت لپاره سپماء کوي.

بل پلو یو شمېر اقتصاد پوهان هم روان وضعیت مبهم او د خلکو اندېښنې پرځای بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی جبار ساپی وايي:« خلک هم هغه مخکې چې غوښتل د خپل خواهش او ضرورت پر اساس شی واخلي،خو د پیچلي امنیت له امله  سپماء کوي او خپلې پیسې د احتمالي بد وضعیت لپاره ساتي.»

وروستیو جګړو نه یوازې د خلکو اقتصاد ننګولی، بلکې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له‌ مخې، وروستیو دوه کلونو کې لسګونه سوداګرو او پانګوالو د ناامنۍ او جګړو له امله خپل کار وبار کم کړی او زیاتو یې خپلې پانګې بهر ته لېږدولې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist