Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

د ټولیز امنیت تړون سازمان افغانستان د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلی سرچینه یاده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/22

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې  د یو شمېر هېوادونو چارواکو په افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون او نشه یي توکو د قاچاق په تړاو اندېښنې ښودلې دي.

د همدغو اندېښنو په لړ کې د روسیې دولتي خبرې اژانس ټاس د ټولیز امنیت تړون سازمان د منشي ایمان قلي تاسمګامبتوف له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستانه د وسله والو ډلو پراختیا او د نشه یي توکو قاچاق په تړاو یې اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بې ثبانۍ اصلي سرچینه بللې.

هغه زیاته کړې:« په منځنۍ اسیا کې د ناامنۍ اصلي مرکز اوس هم افغانستان دی. د ځېنو هڅوونکو بدلونونو سره سره، د ترهګرۍ د پراخېدا، د سخت دریځۍ ایډیولوژۍ او د نشه يي توکو د قاچاق احتمالات نه یوازې دا چې نه دي کم شوي؛ بلکې نوې بڼې یې غوره کړي.»

تاسمګامبتوف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، د ټولیز امنیت تړون سازمان له افغانستان نه د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې.

په ورته مهال اسلامي امارت د ټولیز امنیت تړون عمومي منشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې اوس خپلسرې ډلې ځای نه لري او ډاډ ورکوي، چې  د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ متوجه نه دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي:« په افغانستان کې اوس امنیت دی، خپلسرې ډلې ځای نه لري. ډاډ ورکوو، چې د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ متوجې نه دی، بلکې اوس د دې وخت دی، چې سیمه د اقتصادي همکارۍ او سوداګریزې راکړې ورکړې، په پیوند سره ونښلول شي.»  

د سیاسي چارو کارپوهان د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي څرګندونو ته په اشاري وایي، سرپرست حکومت د نشه یي توکو کښت، قاچاق، او ترهګرۍ پر وړاندي اغېزمنه مبارزه کړې او د سیمې او نړۍ هېوادونه غواړي چې د ترهګرۍ او نشه یي توکو قاچاق کې باید له سرپرست حکومت سره ګډه مبارزه کې همکارۍ وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« دغه ډول هېوادونه هېڅ وخت په خپلو برنامو او دوستیو کې د افغان ولس لپاره پاک نه وه، نو افغان ولس باید دې متوجې وي، چې دوه مخی سیاست کوي او په داخل د افغانستان کې هم هغه کړۍ چې سرزوري کوي، باید دې ته غاړه کېږدي، چې د افغان ولس ژوند د ښه والي پر لور ولاړ شي. قانونمند دولت جوړ کړي، ترڅو هر افغان او هر قشر په افغانستان کې په دولتدارۍ کې  هم ځان وویني او هم د خپلو ماشومانو راتلونکی وویني، ترڅو په افغانستان کې د هوسا ژوند خاوندان واوسي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم  د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان له خاورې د دغه تړون غړو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوس او ورتللو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو هغه مهال د ملي دفاع وزارت د هېواد پولې د  سرحدي ځواکونو تر کنټرول لاندي ګنلې وي او سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو حضور  یې رد کړی وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist