Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن:هغه افغان ژباړونکي چې تر جدي  ګواښ لاندې دي، له افغانستانه یې وباسو.

admin by admin
2021/06/26

 د امریکا ولسمشر جو بایډن سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، له افغانستانه د ټولو سرتېرو له اېستلو وړاندې هغه تر ګواښ لاندې افغان ژباړونکي هم له افغانستانه  وباسي، چې له امریکایي سرتېرو سره یې کار کړی دی.

بل پلو د  پنټاګون ویاند  جان کیربي هم وايي، پلان لري،  د ټولو هغو کسانو کورنۍ هم له افغانستانه وباسي،چې له امریکایي سرتېرو سره یې ګډ  کار کړی دی.

کیربي زیاته کړه:«  موږ په اوس کې پر هغه پلان کار کوو،چې له مخې به یې هغه کسان له کورنیو سره له افغانستانه اېستل  کیږي،چې له موږ سره یې مرسته کړې ده او د کډوالۍ ځانګړو ویزو ته یې غوښتلیک استولی دی.»

له دې وړاندې د کانګرس ځېنو غړو داسې وړاندیز کړی وه،چې افغان ژباړونکي دې تر هغې یو درېیم ځای ته ولېږدول شي،چې د ویزې پروسه یې بشپړېږي .

کانګرس غړو د  نامتو ګوام ټاپو ترڅنګ ځینې عربي هېوادونه هم یاد کړي ول، چې پنټناګون هم په ښکاره یاد وړاندیز ته شین څراغ ښودلی او ویلي یې دي، چې په دې ډول پلان کار کوي.

کیربي وايي:« یو نظر داسې هم موجود دی،چې یاد ژباړنکي دي یو درېیم ځای ته ولېږدول شي،چې د  ویزو پروسه یې بشپړه شي. که دا پروسه ټول ژباړونکي امریکا ته راولي یا هم یوه  برخه هغه به یو په یو کېږي ،خو په اوس کې نظر دا دی، چې دوی درېیم ځای ته ولېږدول شي او د وتلو پروسه یې دوام پیدا کړي.»

بل پلو د  سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې دا پروسه به په افغانستان شته ظرفیتونو ته زیان ورسوي، ځکه په وینا یې افغانان له هېواد بهر هم هوسا ژوند نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان  اندړ وايي: « دا د افغانستان بربادي ده، کله چې زموږ ځوانان او کادرونه له هېواده ووځي. بیا به موږ سیاسيون نارې وهو،چې په دې ځای کې کار ضعیفه دی او دا غیر مسلکي دی. همدا یې لامل دی، چې زموږ مسلکي، وړ او  علمي کادرونه بهر اېستل کېږي.»

په امریکا کې د افغان ژباړونکو لپاره د دغه هېواد ویزو په تړاو داسې مهال تاوده بحثونه روان دي،چې دلته په کابل کې د امریکا سفارت د کورونا وبا  له امله یاد بهېر درولی دی.

د مالوماتو له مخې، د امریکا کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه استولي، چې له کورنیو سره یې ټولټال ۷۰ زره کسان کیږي،چې امریکا ته به استول کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist