Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 افغانستان کې جګړه؛ ګڼو ولایتونو کې ولسي پاڅونکوونکو د حکومت پر ملاتړ وسلې پورته کړي.

admin by admin
2021/06/26

 د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې جګړه د ښارونو تر څنډو رسېدلې.

د طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول او د جګړ شدت له امله د طالبانو پر ضد او د حکومت پر ملاټر په ګڼو ولایتونو کې د پخوانیو قوماندانو په مشرۍ  پاڅونکونکو وسلې راپورته کړي او پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ.

بلخ، کندز پکتیا، خوست، زابل، کابل، پروان جوزجان، بدخشان، پکتیکا کاپیسا، تخار، کندهار، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نور هغه ولایتونو دي، چې د طالبانو پر ضد عامو خلکو وسلې اخېستي.

پاڅونکونکي پر طالبانو نیوکه کوي،چې اوس خو بهرني سرتېري ووځي او جګړه د څه لپاره کوي او که له جګړې لاس وانه خلي، پر وړاندې یې جګړه جاري ساتي.

د خوست ولایت یو تن اوسېدونکی وایي:« موږ پر طالبانو غږ کوو، چې بهرني سرتېري ووتل، اوس خو ټول افغانان پاتې دي. راځئ، سوله وکړئ.»

بل پلو  د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکون د پکتیا احمد ابا او سید کرم، د بغلان دوشي او خنجان او د فاریاب اندخوی او خانچارباغ ولسوالۍ بېرته نیولي او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د پوځي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: «  زموږ نړیوالو همکارانو هم تبلیغ کاوه، چې د افغانستان حکومت به  د امریکا او ناټو ځواکونو  تر وتلو وروسته په ۱۸ ساعتونو کې سقوط وکړي. دا خپله یوه تبلیغاتي جګړه وه. دښمن هم ډېر تبلیغ کړی.»

له څو ورځو راهیسې د پروان ولایت د غوربند په سیاه ګرد او شینوارو ولسولیو باندې بریدونه پيل کړي، چې ځینې پوستې یې نیولي دي.

دغه راز د طالبانو له لوري د یو شمېر ولسواليو نیول  کېدو ځېنو ته پوښتنې پیدا کړي، چې څنګه له جګړې پرته په ډېری اسانۍ سرتېري تسلیم کېږي.

طالبانو بیا په تېرو ۲۴  ساعتونو کې د پنځو ولسولیو او ګڼو پوستو د نیولو ادعا کړي، خو ملي دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist