ناټو تر دې دمه افغان ځواکونه په ښه توګه نه دي تجهیز کړي.
له کله راهسي چې ناټو د جګړې له لیکو خپل سرتیري اډو او خپلو هېوادونو ته ټول کړي ورسره سم جګړه ګرمه شوې او تر څنګ یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات هم څو برابره لوړ شوي دي.
د ناټو سرمنشي چې کابل ته راغلی و د جګړې ګرموالي او د افغان ځواکونو د لوړو تلفاتو لوی لامل افغان ځواکونو ته د ټولو مسولیت اخیستو سره تړي.
خو نیوکې دا دي چې له یوې خوا ناټو له افغان جګړې څخه خپل ټغر ټول کړ تر څنګ یې افغان ځواکونو سره اوس په وخت او ښه توګه مرسته هم نه کوي.
پوځي شنونکي وايي، ناټو باید د خبرو په ځای په عمل کې ثابته کړي چې د افغان ځواکونو اوږدمهاله ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي تېره ورځ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هوايي ځواک برخه کې، د پرمختللو وسلو، او اکمالاتو په برخه کې لاهم له ستونزو سره مخ دي.
اوولس کلنې خونړۍ جګړې اوس ځینو ته هر څه مبهم ښکاري چې نه د بري څرک لیدل کیږي او نه د سولې یقیني مسیر موندل شوی دی.
د ناټو سرمنشي تېره ورځ یو ځل بیا ژمنه وکړه چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
دا هغه ژمنې دي چې هر کله په افغانستان او بروکسل کې تکراریږي، خو په دې برخه کې اساسي ګام نه دی اخیستل شوی چې د هوایي ځواک تجهیز دی.