Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات: ۱۳۰ وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول

admin by admin
2021/06/24

د هرات ولایتي چارواکي وایي، دغه کسانو په زیرکوه ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله وال فعالیتونه کول،چې د خپلو درنو او سپکو وسلو سره له حکومت سره یوځای شوي دي.

والي سترپاسوال عبدالصبور قانع وايي، تسلیم شوي به د هرات په ناامنه ولسوالیو کې د نظام پر ملاتړ او د مخالفو جنګیالیو پر ضد به وسله پورته کړي.

قانع زیاته کړه: «امتیاز ورکوو، امکانات ورکوو. دوی به د یوه سرباز په ډول پر دنده ګومارل کیږي، لکه څنګه چې موږ د خپلو اتلو ځواکونو ملاتړ کوو، همداشان به د دوی ملاتړ هم کوو.»

دغه وسله په لاس خلک وایې، له جګړو ستړي او غواړي،چې په سوله کې ژوند وکړي.

سولې له  بهیر سره یوځای شوی یو تن وايي: « موږ د خپلو ملګروسره راغلو دافغانستان دولت ته تسلیم شوو، د هغوی څخه د اغواړم چې راشي د سولې له بهیر سره یوځای شي، خپل وطن ته راشي، خپل وطن جوړ کړي او دا ملت پرآرامه ژوند وکړي.»

بل پلو په هرات کې د پوځ جنرالان او ولایتي شورا پرطالبانو غږ کوي، چې د دوغو وسله والو په څېر سوله وکړي.

دوی د جګړې دوام د ټولو په زیان بولي.

 د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان تورنجرال خیال نبي احمدزی وايي: «هیله مند یم،چې همدغه يې شروع وي، نور هم هغه کسان چې ناراضه دي راشي او له موږ سره یوځای شي. د سولې او آرامۍ لاره خپله کړئ، ځکه چې له جګړې  ویجاړۍ او   بدبختۍ   نور هیڅ لاس ته نه راځي.»

د دغو وسله والو په تړاو طالبانو څه نه دي ویلي، خو په ګڼو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی.

د طالبانو له لوري د ولسوالیو له نیولو  سره سم  په بېلا بېلو ولایتونو کې ولسي پاڅونونه هم پيل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist