Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان: د نامتو سیاستوال عثمان کاکړ جنازه کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی.

admin by admin
2021/06/24

د پاکستان بلوچستان ایالت مرکز کویټه ښار کې لسګونو زرو پښتنو د نامتو سیاستوال عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړ او له دې وضعيت يې د خلاصون په موخه په يوې اجماع هوکړه وکړه.

د کاکړ په جنازه کې انقلابي شعارونه او د لراوبر نعرې پورته شوې، چې د يو لوی خوځښت فرصت بلل کېږي.

د لراو بر دا نعرې د پاکستان د استخباراتو په خوله کې، داځل دومره لوړې او زورورې وې، چې د پښتنو سربېره بلوڅانو هم بدرګه کړې.

د بلوڅانو یو قومي مشر وايي: « زموږ بریا نږدې ده، زموږ منزل نږدې دی او د دې کار لپاره د مظلومو قومونو اتحاد اړین دی.»

دا لسګونه زره کسان د پاکستان له جبر په تنګ او مجبور راوتلي، خو د عثمان کاکړ د جنازې مراسم د پښتنو د يووالي او يوې سترې اجماع لپاره فرصت ځکه بلل کيږي، چې د کرښې دواړه خواوو شته ستونزو لپاره به يوه لويه جرګه جوړه شي.

سیاستوال محمودخان اڅکزی وايي: « تر درېیو میاشتو اوړي، وروسته به په بنو کې جرګه شو، ټول پښتانه سیاستوال به په کې برخه واخلي او د قوم ستونزې به مطرح کړو.»

د پښتون ژرغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په سيمه کې يوځل بيا پاکستان تورن کړ، چې په افغانستان او پښتنو سیمو کې جګړې کوي.

پښتین زیاته کړه:« عثمان لالا افغانستان کې هم امن غوښته او د کرښې دېخوا يې هم غوښته. هغه د دې ډالري جنګ پای ته رسول غوښتل.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ بیا داسې وايي:« موږ به د هغه لار وڅارو. موږ له دې ریاسته د تحقیق غوښتنه نکوو، ځکه همدی مې وژني.»

پاکستان د افغان حکومت لوړرتبه پلاوي ته وېزې ورنه کړې، چې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، خو په مراسمو کې د ولسمشر پیغام ولوستل شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام :« د عثمان کاکړ مړينه افغان ولس ته لويه ضایع ده.»

عثمان کاکړ د ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر او پخوانی سناتور و، چې درې ورځې وړاندې یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړه.

د کاکړ کورنۍ او د  پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي، پر کاکړ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې برید شوی وه او نوموړی د سر برخه کې سخت ټپي شوی وه .

د عثمان کاکړ جنازه  پرون د هغه په پلرنۍ سیمه  د کویټې مسلم باغ کې ادا او هماغلته خاورو ته وسپارل شو.

د هغه د جنازې په مراسمو کې لسګونو زرو کسانو برخه اخېستې وه او په ګڼو نورو ځايونو کې يې هم غيبي جنازې وشوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist