Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا ته د ولسمشر غني سفر؛ د پاکستان په اړه هم بحث کېږي.

admin by admin
2021/06/24

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې  له امریکايي چارواکو سربېره د ګانګرس له غړو سره هم خبرې اترې ولري.

 په دې سفر کې لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا  مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د دوو ښځو په ګډون د مذاکراتي پلاوي غړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره د ولسمشر غني ملتیا کوي.

د ولسمشر ویاند لطیف محمود وايي، په دې سفر کې به د نوي فصل او ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغان ځواکونو پرپیاوړتیا او روزنه، د ښځو او بشر حقونه، چې سوله هم په کې شامله ده، خبرې وشي.

محمود زیاته کړه: «  دا یو مهم سفر دی، د افغانستان لپاره په داسې حال کې چې د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستان څخه بهر کېږي، دا بحث دوه کاله مخکې مطرح وه او افغان حکومت ورته چمتوالی درلود.

په دې سفر کې به د نوي فصل او ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې وشي، د افغان ځواکونو پیاوړتیا او روزنه، د ښځو او بشر حقونه، چې سوله هم په کې شامله ده.»

د خبرو اترو بل پړاو به امریکا کې د پاکستان په اړه وي.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې کړکېچ ته رسېدلي دي، چې له امله یې  د جګړې شدت زیات شوی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ  وايي، ،اوس د دوه مخي سیاست وخت تېرشوی او د پاکستان څخه د سولې په پروسه کې عمل غواړي، نه خبرې.

د ولسمشر ویاند لطیف محمود وايي: «  زموږ تمه سربېره له پاکستان د ټولو هغو هېوادونو دا ده، چې د سولې په تړاو کوم تاثیر لري هغه په عمل کې ثابت کړي، په ځانګړې توګه پاکستان که غواړي، په دې پروسه کې صادق پاتې شي او د افغانستان خلک پرې باور وکړي. اوس د دوه مخي سیاست وخت تېرشوی اوس باید پاکستان په عمل کې خپل صداقت ښکاره کړي.»

د افغان ځواکونو سمبالتیا او مالي امکانات هغه مهم ټکي دي، چې کابل به یې له واشنګټن واضح پیغام ترلاسه کړي.

هېواد کې د  امنیتي حالت له ترینګلي کېدو  او امریکا ته د ولسمشر غني سفر په درشل کې د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، د امریکايي سرتېرو تر وتلو، ۶ میاشتې وروسته، ښايي افغان حکومت وپرځېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist