Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

بلومبرګ خپرونه: نږدې راتلونکې کې درې اروپايي هېوادونه کابل کې سفارتونه پرانېزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/17

په افغانستان کې د درېیو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستې په تړاو د شمشاد له راپور شاوخوا دوې اوونۍ وروسته تازه، د بلومبرګ خپرونې هم دغه خبره تائید کړې او ویلي يې دي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې درې اروپايي هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

دې خپرونې د خپلو باخبره سرچینو په حواله په يوه راپور کې ویلي، د ایټالیا په ګډوڼ دغه درې هېوادونه په دې برخه کې پر غور کولو بوخت دي، چې په عملي کېدو سره به یې د سرپرست حکومت د ډېپلوماټیکې رسمیت پېژندنې پر لور مهم ګام وي.

د راپور یوه برخه:«  د باخبره سرچینو په حواله په پام کې ده، چې ځینې اروپايي هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه له سره پرانېزي، چې دا به د کابل له سقوط شاوخوا درې کاله وروسته د طالبانو حکومت د ډېپلوماټیکې رسمیت پېژندنې پر لور یو ګام وي.»

دې خپرونې د ايټالیا بهرنیو چارو وزیر انټوني تیجاني له قوله دغه راز لیکلي، چې یاد هېواد د دې کار د ارزونې لپاره قطر کې د خپل سفیر په ګډون د حقیقت موندنې یو پلاوی افغانستان ته استولی دی.

نوموړي تېره اوونۍ په واشنګټن کې د ناټو د ۷۵مې کالیزې په مناسبت د جوړو شویو مراسمو په څنډه کې د سفارتي چارو د احتمالي بیا پیل او افغانستان ته د خپل یوخ پلاوي د لېږلو پخلی کړی و.

تیجاني زیاتوي:« موږ پر دې موضوع کار کوو. د دې ستونزې حل ستونزمن دی او یو څه وخت ته اړتیا لري.»

د دې ترڅنګ د اسپانیې بهرنیو چارو وزیر خوزي مانویل ا لبارز هم په ورته څرګندونو کې ویلي، هېواد يې لا وختي غوښتل خپلې سفارتي چارې په افغانستان کې له سره پيل کړي؛ خو په خبره یې د تېرې مې په ۱۷مه په بامیانو کې د داعش له لوري د اسپانیا د درېیو اتباعو وژل کېدو دغه چاره له ستونزو سره مخ کړه.

هغه زیاته کړې:« د امنیتي حالاتو له ژر تر ژره ښه کېدو سره به ، موږ خپل سفیر افغانستان ته بېرته ولېږو. موږ یوه مياشت وړاندې دې کار ته چمتو وو؛ خو له بده مرغه هغه مهال داعش په افغانستان کې زموږ درې اتباع راووژل.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا د سیاسي او ډېپلوماټیک غیرنارمال وضعیت کې، د هېوادونو د سفارتي چارو بېرته پیلېدل له نړۍ سره د نېغ په نېغه اړیکو او د تعامل د بېرته پیل لپاره مهم ګام بولي.

د دوی په اند دغه چاره کولی شي د نړۍوالې ټولنې د یوه فعال غړي په توګه نړۍ ته وروپېژني چې ورسره ښايي په راتلونکي کې رسمیت پېژندنې لپاره اغېزناک تمام شي.

دا داسي مهال ده، چې د نړۍ هېڅ هېواد لا تر اوسه سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو لا هم د روسیې، چین، ترکیې، ایران، متحده عرب اماراتو او پاکستان په ګډون تر ۱۶زیات هېوادونه افغانستان کي فعال سفارتونه لري او په بهر کې شاوخوا ۳۸ سیاسي ماموریتونه د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري اداره کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د میشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist